دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا منصور: د چک د بريښنا بند د جوړېدو چارې به ژر...

ملا منصور: د چک د بريښنا بند د جوړېدو چارې به ژر پيل او بشپړې شي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر ملا عبدالطيف منصور ميدان وردګ ولايت ته د سفر پر مهال ويلي، چې د چک د برېښنا بند د رغولو چارې به، په چټکۍ پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي د یاد ولایت لپاره د طالبانو له والي حافظ محمد امین عمري سره هم وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبو او برېښنا په برخو کې شته ستونزې واورېدې.

ورته مهال د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د چک له ولسونو سره او د برېښنا له بند/ فابریکې لیدنه وکړه؛ په لیدنه کې د چک قومي مشرانو د یادې نیمه کاره پروژې د ژر او بیاځلي پیل غوښتنه وکړه.

ملا منصور ژمنه ورکړه، چې د نوي کال په پیل سره به د دغې نیمګړې پروژې چارې په چټکۍ سره پیل او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

چک ولسوالۍ ته طالب وزير داسې مهال سفر کوي، چې د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې یې ویلي: میدان وردګ ولایت ته د نورو ولایتونو په نسبت د خدماتو وړاندې کېدو او د پروژو عملي کېدو په برخه کې کار نه دی شوی.

 نوموړي زیاته کړې، دغه ولایت ته به د ذخیروي بندونو جوړولو او برېښنایي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

 د چک د برېښنا بند د رغولو لپاره په ۱۳۸۴ کال د پام وړ بودیجه په نظر کې نیول شوې وه؛ خو مخکينيو چارواکو یې د چارو د نه مخته تلو اصلي دلیل امنيتي ستونزې ګڼلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب