Homeخبرونهيوه نجلۍ او سوداګر د تښتونکو له منګولو را خوشې شول

يوه نجلۍ او سوداګر د تښتونکو له منګولو را خوشې شول

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د طالبانو چارواکي وايي، چې په دوو جلا عملياتو کې ېې یوه نجلۍ او یو سوداګر د انسان تښوونکو له منګولو څخه آزاد کړي دي.

‏په غزني کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند سید اسحاق صالح وایي چې د دوی ځواکونو په اندړو ولسوالۍ کې یوه نجلۍ د انسان تښتوونکي له منګولو آزاده کړې او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

په بل خبر کې د طالبانو د استخباراتو رياست ويلي، چې په پروان ولایت کې يې د حاجي رجب په نوم يو سوداګر د تښتونکو له منګولو آزاد کړی دی.

ويل شوي، چې په دې عملياتو کې د تښتونکو يوه اندازه نقدې پيسې او وسلې هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د انسان تښتونې پېښې ډېړې شوي، خو ورسره هم مهاله د تښتول شویو کسانو د ژغورنې خبر هم ډېر ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...