Homeخبرونهکابل کې يو تن د ۳ ښځینه وو د وژلو په تور...

کابل کې يو تن د ۳ ښځینه وو د وژلو په تور نیول شوی

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د کابل امنیتي چارواکو ویلي، چې يوه کس ۳ ښځينه وژلي او نیول شوی دی.

په يوه خپره شوې ویډیو کې تورن کس منلې، چې دا درې وژل شوې ښځینه یې ليرې خپلوان وو او د کورنيو ستونزو له کبله یې وژلې دي.

ويل شوي، چې يوه وژل شوې میرمنه د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکې وه.

په ټولنیزو رسنیو کې دغه پېښه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې او عاملينو ته یې د سزا غوښتنه شوې ده.

طالب چارواکو د پېښې عاملینو سره د قانوني او جدي چلند خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...