چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهعمران خان: د کنګل شویو بانکي زېرمو له خلاصون پرته ط ...

عمران خان: د کنګل شویو بانکي زېرمو له خلاصون پرته ط خدمات نه شي وړاندې کولای

تاند: (پنجشنبه، د دلوې يوويشتمه)‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه هېواد د کنګل شویو بانکي زېرمو له خلاصون پرته خدمتونه نه شي وړاندې کولای.

نوموړي د چین له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان او چین باور لري، چې دمګړۍ د نړۍ هیڅ ملت د افغانانو په شان رنځ ځپلی نه دی.

نوموړي د افغانستان اوسنی بشري ناورين د اندیښنې وړ ګنلی او ویلي، چې دغه هېواد له یوې لویې فاجعې سره لاس و ګریوان دی.

د پاکستاني صدراعظم په وينا، پاکستان، چین او یو شمېر اروپايي هېوادونو هوکړه سره کړې، چې د طالبانو د حکومت د نه په رسميت پېژندلو باوجود به د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره په ګډه کار کوي.

طالب چارواکو هم په پرله پسې ډول ټینګار کړی، چې امريکا دې د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمې د دوی په واک کې ورکړي.

3 COMMENTS

  1. PAKISTAN AND SPECIAL EMRAN GUL KHAN IS HUNGRY FOR AFGHAN STORAGE BUDGET.
    IF THIS MONEY COME TO TALIBS AUTOMATIC WILL GO TO PAKISTAN,
    BECAUSE TOP AND IMPORTANT POST IN TALIS GOVERNMENT WITH HAQANI NETWORK.
    THIS IS REASON PAKISTAN TRY TO OPEN THIS NIN BILLIONS AFGHAN BUDGET,
    WE DON,T SEE ANY TALIBS OFFICIAL CONCERN FOR IMRAN GULKHAN.TO SAY;
    THIS IS NOT YOUR BUSINESS.
    WHO ARE YO
    THANK YOU

  2. دغه فاحشه خو هيڅ شرم نه لري او نه طالب بي وجدانه شرم لري سي ورته ووايي ته زموږ پلار نه يې دغه بدبختي ټوله ستا تورمخي د لاسه ده. زموږ غم مه خوره موږ به پخپله د خپل ځان غم وخورو ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب