دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ناټو پخوانی قوماندان جنرال ریچارډز: لوېدیځ باید د...

په افغانستان کې د ناټو پخوانی قوماندان جنرال ریچارډز: لوېدیځ باید د ط حکومت ژر په رسمیت وپېژني

تاند(دوشنبه، د دلوې ۱۸مه) په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډویډ ریچارډز وايي، لوېدیځ باید په افغانستان کې د جګړې ماته ومني او له طالبانو سره همکاري پیل کړي چې په افغانستان کې په پراخه پیمانه د لوږې د پېښېدو مخه ونیول شي.

جنرال ریچارډ، چې د بریتانیا له پوځه تقاعد شوی، له حکومتونو غواړي د ماتې د منلو ترڅنګ د طالبانو تر واک لاندې د ۴۰ ملیونه انسانانو د هوساینې لپاره زړه سوی وښيي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر دیوید میلیبند هم خبرداری ورکړی چې د مرستو د مخنیوي په وسیله بېګناه ملکي وکړي سزا ویني.

جنرال ریچارد، چې په ۲۰۰۶ م کال په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان و، وايي چې د طالبانو په حکومت کې داسې کسان شته چې بریتانیا او نور هیوادونه ورسره معامله کولی شي.

ده د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل «فکر کوم لوېدیځ به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، که داسې وي نو ښه دا ده چې ژر یې وپېژني، تر ځنډ یې ژر په رسمیت پېژندل ښه دي.»

«مهمه ده چې (د افغانستان) اقتصاد افغانانو ته چانس ورکړي چې خپل ځان ته ډوډۍ پرې پیدا کړي.»

ملګري ملتونه وايي چې تر ۲۰ ملیونه ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت نه رسمیت پېژندلو او ورسره جوحت بندیزونو له افغانستان سره د بشري مرستو په لار کې خنډونه پېښ کړي او له بلې خوا پانګوال نه شي کولی چې په ډاډه زړه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

2 COMMENTS

  1. BRITISH IS SECRET SUPPORTER OF TALIBS,
    TALIBS ARE HAND MADE OF PAKISTAN AND BRITISH IS STEP FATHER OF PAKISTAN.
    MAJORITY OF PAKISTANI GENRALS ARE PRODUCTS OF BRITISH.
    THIS IS DIRTY TRIGONAL WHICH ALWAYS AGAINST PUKHTOONS.
    BRITISH&PAKISTAN IN LAST 20 YEARS WAS TWO FACE PLAYER.
    IN 2009 BRITISH FORCE IN HELMAND PROVINCE DIRECTLY GIVE WEAPONS TO TALIBS.
    AND BRITHS ARMY IN OPIUM BUSINESS WAS PARTNER WITH TALIBS.
    BRITISH&PAKISTAN WAS SUPPORTER OF TALIBS.
    MAJORITY AFGHANS KNOWS THIS GAME.
    BRITISH IS HISTORIC ENEMY OF AFGHANS.
    ALWAYS BE AFGHANS&AFGHANISTAN

  2. هر هغه څوک چی د انګریز پر تلبیس او شیطنت یو ګرام شک ولری نو د هغه کس سِواد او پوهه او صداقت او اهلیت به یو ګرام وزن هم ونلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب