Homeخبرونهکونړ کې برفکوچ ۲۰ تنه لاندې کړي چې د ۱۵ مړي موندل...

کونړ کې برفکوچ ۲۰ تنه لاندې کړي چې د ۱۵ مړي موندل شوي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ ‏ ‏د کونړ د دانګام ولسوالۍ د ګوریګا بانډو په سیمه کې واورې ښوېدنه کې شل تنه واورو لاندې کړي دي.

په کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي او د سیمې خلک وايي چې پنځلس مړي له واورو وېستل شوي؛ خو پنځه تنه لا هم واورو لاندې دي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر مختلفو ولايتونو درنې واورې ووريدې.

ويل کيږي، چې په نورو سيمو کې هم د برفکوچونو او زيانونو احتمال شته.

په کونړ کې دا څو کاله د ورته برفکوچ او تلفاتو خبر نه و ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...