دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ولې لا هم له وینډوز ۱۰ څخه ډیر کار اخیستل کېږي

ولې لا هم له وینډوز ۱۰ څخه ډیر کار اخیستل کېږي

تاند – د وروستیو احصاییو پر اساس، په نړۍ کې په یو ملیارد او ۴۰۰ ملیون کمپیوټرونو کې له وینډوز ۱۰ او ۱۱ څخه کار اخیستل کېږي.

لا هم له وینډوز ۱۰ څخه تر وینډوز ۱۱ ډېر کار اخیستل کېږي او وینډوز ۱۱ تراوسه پورې هغسي بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی چې تمه یې وه.

ښايي په وینډوز ۱۱ کې ځینې نیمګړتیاوې د دې سبب شوی وي چې لا هم ډېر کسان نه غواړي چې له وینډوز ۱۰ څخه ۱۱ ته واوړي.

مایکروسافټ د تېر کال په اکتوبر (سږ کال په میزان) کې وینډوز ۱۱ وړاندې کړ. خو دې سیستم ته د لېږد لپاره ځینې امکانات پکار دی چې باید کمپیوټر مو ولري. مثلاً د کمپیوټر پروسیسر مو لږترلږه ۶۴ بایټه وي، لږ ترلږه سرعت یې باید یو ګېګاهرټزه وي. رم یې لږترلږه ۴ ګېګابایټه، او داخلي میموري یا حافظه یې لږترلږه ۶۴ ګېګابایټه وي.

پر دې سربېره TPM باید د TPM 2 ورژن ملاتړ وکړي، ګرافیک کارت یې د ډایرکټ ایکس ۱۲ د ملاتړ وړتیا ولري.

له بلې خوا د کمپیوټر سکرین مو باید لږترلږه ایچ ډي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب