Homeخبرونهملا برادر د ط د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه...

ملا برادر د ط د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه معرفي شو

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ ‏ د طالبانو د تحریک سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون رسماً د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه معرفي شو.

د نوموړي د معرفۍ په مراسمو کې د طالبانو د کابینې غړو او د اقتصادي وزارتونو او مستقلو دولتي شرکتونو مشرانو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې ملا برادر اخوند وویل:(( د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال د هیواد د اقتصادي ودې لپاره هېڅ بنسټیز کار نه‌‌ دی شوی او د پراخ فساد له امله یې سخته ضربه لیدلې. ))

برادر زیاته کړه، د طالبانو حکومت د هیواد د اقتصادي بیارغونې لپاره له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کار کوي او کوښښ کوي چې نور افغانستان پر خپل ځان بسیا واوسي.

 د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل:د طالبانو حکومت د ټولو اقتصادي پروژو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې فساد له منځه یوسي.

یادې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب‌ الدین دلاور وویل: افغانستان د کانونو له پلوه غني هیواد دی او دوی هڅه کوي چې په ښه ډول دغه کانونه استخراج او د هیواد په اقتصادي بیارغونه کې ترې کار واخلي.

طالب وياندويانو نه دي ويلي، چې ملا برادر په دې مراسمو کې د چا له لوري خپلې دندې ته معرفي شوی دی.

طالب وياندويانو مخکې نوموړی د طالبانو د رييس الوزرا لومړی مرستیال باله.

د ملا برادر دفتر اوس هم د نوموړي دفتر ته د « لومړي معاونيت» اصطلاح کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...