تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه) د طالبانو د حقاني شبکې یوه مشر او د دوی د کورنیو چارو وزارت ستر سلاکار انس حقاني هېواد ته د هوايي ځواک د پینځو پيلوټانو د بيا راتګ هرکلی کړی دی.
نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ټول هغه افغانان چې له وطن تللي، بلنه ورکوو چې وطن ته راشي، پر هېڅ افغان مو بېوطني نه پېرزو کېږي.
انس حقاني زياتوي: دا وطن د ټولو ګډ کور دی او وطن ټولو کادرونو ته اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، اوس د وطن خدمت ته تر بل هر وخت شرايط ښه برابر دي.
د انس حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې همدا اونۍ د طالبانو د دفاع وزارت هېواد ته د پینځو بهر ته تللیو افغان پیلوټانو د بیرته ستنیدو خبر ورکړ.
بل لور ته له هېواده د افغانانو د تېښتې راپورونه هم موجود دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې تر اوسه تر يوه ميليون پورې افغانان يوازې ایران هېواد ته کډوال شوي دي.
که دا جرآت مندانه اقدام لومړی د امارت اسلامی ټول لوی او وړوکی چارواکی واخلی او خپلی کورنی او د کورنی غړی له خارجی هیوادو څخه راوغواړی نو هم به د ولس په ګټه او ملی اقتصاد د تقویی سبب شی او هم به د ولس اطمان په امنیتی وضیغیت زیات شی .بل دا چی په هر سطحه تقرر کی د د کورنی اوسیدل په هیواد کی لازمی شرط و ګرځول شی
اول خو همدا امیر خان متکی ووایه، خلیل حقانی ته ووایه او نورو طالبانوته چی خپل کورونه له پنجاب څخه وباسی. دوم هلته درشو تر کومه به بغاری ووهو د یوی مړی ډوډی پسی؟
تاسی برحاله او د کار ډیر تکړه صادق کارکوونکی له دنده وشړل بی معاشه او بی سرنوشته مو کړل او لا هم لګیا یاستی د باسواده کارکوونکو پر ځای بیسوادان مقرروری نو څنګه خلک راشی ؟ دا نور هم مجبور دی چی ولاړی شی. هیڅ حکومت دومره خلک له دندو نه و لری کړی، آن کمونستانو خلک له دندو نه لری کول. سمه ده خپل سیاسی مخالفین یی وژل او پولیګنو کی ی خاوری لاندی کول حو نور عمومی رسیمی کارکوونکی له دندو نه لری کول مجاهدینو دا کار ونکړ، خو تاسی ځوانان بی سرنوشتی سره مخ کړل مجبور دی وتښتي. اسلامی امارت باید خپله دغه اشتیاه ته متوجه او مخ یی ونیسی زه د امارت یو خواخوږی یم. یعنی د وچو (مفسدو وکیلانو اووزیرانو) له زوره لانده ( دملت باتجربه او کاروپوه خدمتګارانّ ) باید ونه سوزی
زه همیشه په دې عقیده یم:
که د روانو څو څلویښت کلونو په اوږدو کی حتی یو ځل هم سیاسی – اجتماعی طوفانی څپه نه وای را منځته سوې او همهغه زوړ او زنګ زده سلطنت او قلابی جمهوریت حاکم وای او ورور وژنی او خونړی کودتاه ګانی نه وای نو بیا به هم د یو ( حداقل اقتصادی ) بحران شاهدان وای ځکه له یوې خوا د پرمختګ څرخ وچ ؤ ( خوشی ګَږَهارئ ) ئې ایجاد کړئ ؤ او له بلی خوا د نفوس شمېر مخ پر زیاتېدو ؤ او له بلی خوا عمومی امکانات کمزوری وه ( بده به نه وی که پدې هکله یو ځل خپله ذهنی هندسه ترسیم کړو ).
افغانستان د آسیا د وچی یوازنی هیواد ؤ چی اوسېدونکی ئې د بهر د سفر څخه بې برخی وه البته د نورو آسیائی هیوادونو په پرتله.
په بهر ( خصوصاً مغرب زمین کی ) د کار او زده کړی او سیاحت او مؤقتی یا دائمی اوسېدو او پناهندګی او….په برخه کی د افغانانو شمېر ډیر کم او په هیڅ حساب ؤ امّا د سیاسی آتشفشانونو له وجی ډیر افغانان مهاجرت ته اړ سوه چی البته د هغوی شتون په بهر کی یو غنیمت ګڼل کیږی ( حداقل په وطن کی د پاتی دوستانو سره د اقتصادی مرستو له مخی ).
د ” اِسفنجی کوربچو ” رښتینی او خواګرځن داستان ( ایران ته د افغانی کارګرانو د قاچاقی سفرونو داستان ) بیان ته به اړتیا نه وی ( څو څلویښت کلونه مخکی داستان ).
خبره اوږده نه سی،
په پورته لیکنه( خبر ) کی د طالب چارواکو څرګندونی د خندا او ژړا د اوښکو تویَوَنی وړ دی او غبرګون او غبرګونونه ئې شاید 10 GB حوصلې ته اړتیا ولری خو:
فقط د خپل ځان او خپلی کورنۍ په نمایندګۍ طالب جان ته وایم:
موږ چمتو یو چی خپل وطن ته درسو خو پدې شرط چی تاسی دلته راسئ ( کورونه او کارونه سره بدل کړو ).