یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعمران خان، کرزي او اتمر د لتا منګيشکر په مړينې غمرازي وښوده

عمران خان، کرزي او اتمر د لتا منګيشکر په مړينې غمرازي وښوده

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ ‏د پاکستان د صدراعظم عمران خان ترڅنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د بهرنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر د هندوستان د مشهورې سندرغاړې لتا منګيشکر په مړينه خواشيني ښودلې ده.

پاکستاني صدراعظم عمران خان ویلي، لتا منګيشکر د سیمې یوه ستره سندرغاړې وه، چې سندرې یې د نړۍ په مختلفو سيمو کې خوښونکي لرل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي: لتا د میلیونونو کسانو زړونه خوشاله کړي وو.

د کرزي په خبره د هغې سندرې نړیوالې او تلپاتې دي.

پخواني افغان ولسمشر د لتا کورنۍ او د هند ملت ته د لتا منګيشکر د مړينې له کبله تسلیت ویلی.

د افغانستان په جمهوري نظام کې د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر بيا ويلي، چې دی د خپل تېر نسل په شان د لتا له سندرو سره را ستر شوی.

د اتمر په وينا، لتا منګيشکر د سیمې د ګډ تمدني ميراث یوه برخه وه.

اتمر هم د هند ملت ته د نوموړې د مړينې له کبله د ژورې خواشينۍ مراتب وړاندې کړي دي.

 لتا منګېشکر پرون د ۹۲ کلونو په عمر په مومبی کې مړه شوه.

هغې په ۱۸۴۲ م کال په دیارلس کلنۍ کې په سندرو ویلو پیل وکړ او په خپل ژوند کې یې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې وویلې.

لتا منګېشکر، چې د هند د بُلبلې او د میلوډي ملکه په شان لقبونه ورکړل شوی و، د هند موسیقۍ ته د خدمت په خاطر ډېره ستایل کېده او نه یوازې په هند بلکې په نورو هیوادونو کې هم ګڼ میډالونه ورکړل شوي وو.

 لتا په یوه هنرمنده کورنۍ کې ستره شوې او موسیقي یې له پنځه کلنۍ څخه د خپل پلار پنډټ دینا نات څخه زده کړه.

دا د ۱۹۲۹ م کال د سپټمبر په ۲۸ نېټه مدهیاپردېش کې زېږېدلې.

د دې پلار دینانات منګېشکر د کلاسیکي موسیقۍ سندرغاړی او د تیاتر لوبغاړی و. مور یې شیوانتي، چې د دینانات دوهمه مېرمن وه، د ګوجرات اوسېدونکې وه.

هغې په ۱۹۴۲ کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خور او ورور مسولیت په غاړه واخیست او له هماغه کال یې لومړي ځل لپاره یو فلم ته سندره وویله، که څه هم چې هغه وخت د پاملرنې وړ نه شوه، خو څو کاله وروسته د هغې غږ په هندي فلمونو کې یو د خورا محبوبو آوازونو څخه شو.

لتا مګېشکر له څه مودې راهیسې ناروغه وه او د مومبی په “ممبای بریج” روغتون کې بستري وه.

د میرمن منګشیکر حالت وروسته له هغې خراب شو چې د جنورۍ میاشتې په ۱۱ د درملنې او روغتیایي څارنې لپاره د ممبای بریج روغتون ته انتقال شوه او ډاکترانو وموندله چې هغه په کوویډ۱۹ ناروغۍ او سینه‌بغل اخته ده.

میرمن منګشیکر، د خطرناک روغتیایي وضعیت په خاطر ۲۰ ورځې د ځانګړې څارنې په څانګه کې د مصنوعي ساه له دستګاه یا ونتیلاتور سره وصل وه، خو د یو څه ښه کیدو وروسته د ډاکترانو په سپارښتنه د مصنوعي ساه له دستګاه لرې شوه.

لتا منګیشکر په هندي فلمونو کې په خپل جادویي غږ د هند، افغانستان او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو د خلکو کورونو ته لاره وموندله او د څه دپاسه ۱۰۰۰ هندي فلمونو لپاره یې سندرې ویلې دي. دې د عمر تر پایه واده ونه کړ.

د هند صدراعظم او ګڼو هندي سیاستوالو او مخکښو هنروالو د لتا منګېشکر مړینه داسې لویه ضایعه بللې چې جبرانېدای نه شي.

2 COMMENTS

  1. بي بي لتا منګيشکر روح د ارامه اوسه، د ميليونو انسا نانو طبعه د خوشحاله ساتله بي له چي توپير يي د مذهب او يا دکوم نسل وکړي.
    د ډيرو مينه والو په زړه کي د ابدي ځای اوو او پاتي به وي.

  2. لتا جګړه نه کوله، انسانان یی نه وژل، غصب یی نه کاو، دانتحار مخالفه وه، عدالت یی غوښت پر انسان د ظلم طرفداره نه وه ،زړه سواندی او مهربانه وه، نو ځکه ټولو ورته احترام درلود. تعلیم سره یې مینه وه او تر ټولو زیات دا چی خپل هیواد سره یی مینه وه. نوځکه میلیاردونه خلک ورته احترام لری او په مړینه یی خواشینی دی، کاشکی دا ډول مسلمان مشر ولرو چی په مړینه یی دومره خلک غمجن شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب