یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایکسپریس ټريبيون: ط ته د پاکستان صبر نور په ختمیدو دی

ایکسپریس ټريبيون: ط ته د پاکستان صبر نور په ختمیدو دی

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ د پاکستان ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼې په يوه تازه مطلب کې له واک ته رسېدو څخه وروسته، له پاکستان سره د افغانستان د طالبانو د تحریک اړيکې ارزولي.

سرچینه زیاتوي، داسې ښکاري چې طالبانو ته د اسلام اباد صبر نور په ختمیدو دی.

دغه ورځپاڼه په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون پالو وروستيو بریدونو ته اشاره کوي او وايي، چې پاکستان د دی بریدونو په زیاتیدو کې د افغانستان له خاورې استفاده يو اصلي عامل ګڼي.

د ورځپاڼې په حواله، پاکستان باور لري چې دا بریدونه ټول له افغان خاورې پلانیږي او تر سره کیږي.

ایکسپریس ټريبيون د پاکستان د پوځ د یکشنبې ورځې اعلاميې ته اشاره کوي چې لیکلي یې وو: ترهګرو د پولې له هغې غاړې له افغان خاورې څخه پر پوله ساتونکو پاکستاني ځواکونو په کرمه ولسوالۍ کې برید وکړ، چې ۵ سرتېري پکې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې پوځ هم ترهګرو ته ځواب ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

د پاکستان پوځ په خپله دې اعلاميه کې له افغان خاورې د ترهګرو استفاده غندلې او ويلي، چې د افغانستان موقت حکومت باید په راتلونکي کې ترهګرو ته دغه اجازه ورنه کړي.

د ایکسپریس ټريبيون د شننې په اساس، دا لومړی ځل دی چې اسلام اباد په داسې ښکاره او ستغه لهجه د طالبانو حکومت ته داسې د ملامتۍ ګوته نيسي.

ایکسپریس ټريبيون زياتوي، چې پاکستاني چارواکو مخکې هغه بریدونه کمرنګه ښودل، کوم بریدونه چې ګومان کیده له افغان خاورې تنظيمیږي.

ورځپاڼه د بېلګې په توګه د طالب چارواکو له لوري د ننګرهار په ولايت کې د ډیورنډ کرښې د اغزن تار ايسته غورځولو ته اشاره کوي، چې پاکستاني چارواکو جدي ونه ګڼله او په خبرو یې د داسې ستونزو په حل ټینګار وکړ.

ایکسپریس ټريبيون د پاکستان د پوځ وروستۍ اعلامیې ته په اشارې ليکلي، چې د پاکستان صبر نور د طالبانو پر وړاندې تماميدونکی ښکاري.

سرچينې نه دي ويلي، چې پاکستاني چارواکي به په دې ادعا شوي صورت کې د طالبانو پر وړاندې څه ډول چلند ولري؟

د طالبانو حکومت او خپله پاکستاني چارواکو د ایکسپریس ټريبيون د دغې شننې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالب چارواکو مخکې بيا- بيا ژمنه کړې چې افغان خاوره به د هیچا خلاف ونه کارول شي.

1 COMMENT

  1. پاکستان خپل حقایق پټوي او طالبانوپر ضد به نوی پروژه جوړه کړي خو امارت باید نور ځان او دښمنان سم وپیژني او په خلکو تکیه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب