یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسيګار: ط د افغانستان تعلیمي نصاب بدلوي او ځینې عصري مضامین له...

سيګار: ط د افغانستان تعلیمي نصاب بدلوي او ځینې عصري مضامین له منځه وړي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ د افغانستان د بیارغونې له بهیر سره د امریکا د مرستو د څار ځانګړې اداره ( سیگار) وايي چې طالبان د افغانستان په تعليمي نصاب کې د بدلونونو او ترې د ځينو عصري مضامينو د ايسته کولو پلان لري.

یادې ادارې د طالبانو د ښوونې او روزنې کميسيون ارزونې ته اشاره کړې، چې د افغانستان د تعلیمي نصاب په اړه یې کړې ده.

په دې ارزونه کې راغلي، چې د « هنرونو» او « فرهنګي او مدني زده کړو» مضامین دې په تعليمي نصاب کې نه وي.

په يادو کتابونو کې د ټاکنو، اساسي قانون، دیموکراسۍ، بشري حقونو، موسیقۍ او داسې نورو متمدنو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي.

د سيګار په حواله طالبان دغه بحثونه ويجاړوونکي او د اسلام پر ضد ګڼي.

د طالبانو د ښوونې او روزنې کميسيون په تعليمي نصاب کې د ځينو کسانو له نوم ياديدو سره هم مخالفت کړی او هغوی یې « جعلي اتلان» ګڼلي دي.

د سيګار د راپور په اساس، طالبان غوره ګڼي چې په تعليمي نصاب کې د جهاد، اسلامي روحيې، حجاب او ځینو نورو داسې موضوعاتو په اړه بحثونه زیات شي.

یو شمېر خلکو سیګار ادارې ته ویلي، چې د تعليمي نصاب د اصلاح موضوع نه بايد د افراطيت د ترویجولو د هڅو په مانا وي.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي ويلي، چې هغه عصري مضامین له تعلیمي نصاب څخه نه ويستل کېږي، چې د زده کوونکو له ذهني ودې سره مرسته کوي.

هغه د افراطي افکارو د ترویج یا نه ترویج په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب