یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنيويارک ټايمز: د ط واکمنۍ په لومړیو ۴ مياشتو کې ۱ میلیون...

نيويارک ټايمز: د ط واکمنۍ په لومړیو ۴ مياشتو کې ۱ میلیون افغانان له هېواده تښتیدلي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې ویلي، چې يوازې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څلورو مياشتو کې تر يو ميليون پورې افغانان له هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

د‌ ورځپاڼې په حواله، اقتصادي او بشري ناورين، د طالبانو سخت دریځه قیودات په ځانګړي ډول پر ښځینه قشر او له قصاص او غچ اخيستونکو بریدونو څخه وېره په پراخه کچه د هېواد پريښودو د دغې څپې اصلي لاملونه دي.

 سرچینه زیاتوي، چې د هېواد نه وتو دغو کسانو لویه برخه ايران او پاکستان هېوادونو ته تللي دي.

د افغانستان د یوه خصوصي ټرانسپورتي شرکت مشر نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د ورځې یوازې تر ۴ زرو تنو پورې کسان له افغانستان څخه ايران ته ورځي.

ايران ته د محمد ایوبي په نوم یو روان سړی، چې ۵۲ کاله عمر او ۵ کسیزه کورنۍ لري، وايي چې افغانستان نه د تېښتې لاملونه روښانه دي.

د هغه په وينا، فقر، بې کاري او ځوانانو ته د تعلیمي فرصتونو نشتوالی یې د هېواد پريښودو اصلي لاملونه دي.

ايوبي په دې دليل هېواد پريږدي، چې دوه زامن او لوڼې ېې په يوه ښه چاپېريال کې زده کړې وکړای شي.

دغه افغان پناه غوښتونکي، چې ۱۰ کاله ېې د لوړو زده کړو په وزارت کې دنده ترسره کړې، په افغانستان کې د ژوند د شرايطو سختۍ يادوي، چې په خبره یې آخر يې په تېر عمر هېواد پريښودو ته مجبوره کړ.

د اسماعيل جوانمرد په نامه د يوه بل ټرانسپورتي شرکت مشر ويلي، چې هره ورځ يوازې له کابل څخه تر څلورو زرو پورې افغانان هرات، کندهار او نيمروز ولايتونو ته سفر کوي.

دوی اکثره څوک ایران او څوک پاکستان هېواد ته په سفر ځي.

د نیویارک ټایمز د حواله، د افغان پناه غوښتونکو دغه زياتيدونکي سېلاب په نړیواله کچه د کډوالۍ یوه بله څپه رامنځته کړې ده.

په ایران کې د کډوالو د حقونو فعالان وایي، چې هلته هم افغان په ښه وضعیت کې نه دي، زور زیاتی ورسره کیږي، په زوره ېې شړي او ګڼ نور مشکلات لري.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي بيا وايي، چې هره ورځ له زرو تر دوو زرو افغانان د

له هېواده ایران ته ځي.

د هغه په وينا، دغه کسان د ایران له لارې ترکېې او بيا اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي، خو دوی یې په هېواد کې د پاتې کیدو هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب