یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک: اسلامي بانکوالي پراخوو

افغانستان بانک: اسلامي بانکوالي پراخوو

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ ‏د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د دویم مرستیال عبدالقدیر احمد پر مشرۍ په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې عبدالقدیر احمد وویل چې د افغانستان بانک په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا ته ژمن دی او کولای شي د دې برخې د پراختیا لپاره د سوداګریزو بانکونو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د افغانستان بانک سره په دې برخه کې د سوداګریزو بانکونو همکاري هم د ارزښت وړ یاده کړه.

د دې غونډې په اوږدو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکوالۍ د څېړنې مرکز مشر مفتي ابو سعید راشد د اسلامي بانکوالۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د دې بانکوالۍ پراختیا یې د هېواد او خلکو په ګټه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه د اسلامي بانکوالۍ د څېړنې مرکز د نظام او بانکونو تر منځ د پُل حیثیت لري او غواړي چې له دې لارې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بانکونو ټولنې مشرتابه او د سوداګریزو بانکونو استازو په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه او په دې اړه یې خپلې ستونزې او وړاندېزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د خبرپاڼې په اساس، په دې غونډه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکوالۍ د څېړنې مرکز د مشر سربېره د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو استازو او د افغانستان بانک د یو شمېر آمریتونو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې د طالبانو له انده د اسلامي بانکدارۍ معیارونه او نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب