یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سپین ژیړی

سپین ژیړی

سپین ژېړی یا Hepatitis C

دا وایرس چی په امریکا کې نژدې څلور میلیونه کسان پرې اخته دي، د انسان د وینې او نورو بدني مایعاتو له لارې انتقالېږي. او که درملنه یې ونه شي، د یني یا ځیګر سرطان او (cirrhosis) رامنځته کوي.چي دا ستونزه کېدای شي ۲۰ یا ۳۰ کلونه وروسته رامنځته کړي.

د خپراوي لارې:

د څو جنسي ملګرو لرل،

د چاړې، ناخونګیر، او غاښو بورس ګډ کارول،

په ککړو وسایلو خالونه وهل، یا وینه کښل،

د ککړو ستنو کارول،

د زېږون پر مهال له اخته مور څخه ماشوم ته لېږد.

هغه لارې چې نه یې خپروي:

د مور د شیدو، ستړي مشۍ، مچې، په غېږ کې نیولو، ټوخلو، تریچلو، او په یوه لوښي کې خوراک و څښاک له لارې نه خپرېږي.

پړاوونه

د تفریخ او حاد پړاو: دې پړاو ته چې وایرس وینې ته ننووت، تر څو چي ساده د زکام غوندي ستونزې رامنځته کوي. په دې وخت کې اکثره کسان پرې هیڅ نه خبرېږي. شپږ میاشتي وروسته، د ځینو کسانو په بدن کې دا وایرس له منځه ځي او بشپړ رغېږي.

ځنډنی پړاو: که په شپږ میاشتو کې روغ نه شو، نو ځنډنۍ دورې ته داخل او که تداوي نه شو، د ینې په سرطان بدلېږي.

دا کسان باید د وینې دا لاندې ازمیښتونه وکړي:

۱. Anti-HCV antibodies:

بدن دا پروتینونه د بدن په ۱۲ اوونۍ کې جوړوي.

که د یو چا پورتنۍ معاینې مثبتې وې، باید شپږ میاشتی وروسته دویمه پلا نوموړي معاینات وکړي، که بیا هم مثبت وو، پکار ده لاندې معاینې وکړي:

۲. HCV RNA:

دا د وایرس جنیتیکي مواد د وایرس د کوربه په بدن کې د وایرس کچه راښيي او د وایرس له داخلېدو ۱-۲ اوونۍ وروسته مثبت کېږي.

که دا معاینات منفي وو، مانا دا ده چي سپین ژیړی نشته؛

که دا معاینات مثبت وو، ژیړی شته، پکار ده لاندې معاینات ترسره کړي:

Liver function test:

په دې کې لاندې ټسټونه شامل دي

1-SGPT

2-SGOT

3-ALKALIN PHASPATE

4-Total Bilirubin

5-Direct Bilirobin

د ینې دا وظیفوي معاینات د وایرس تر داخلېدو ۷-۸ اوونۍ وروسته مثبت کېږي، چې د یني د تخریب پروټینونه او انزایمونه دي.

مخنیوی:

تر اوسه داسي واکسین نشته چي د دې وایرس مخنیوی وکړي، نو په اخته کسان به لاندي تدابیر په پام کي نیسي:

۱. تر جنسي نژدېوالي مخکي به latex condom کاروي.

۲. خپله چاړه او بېچکاري به له بل چا سره نه شریکوي.

۳. د شرابو له څښلو به ډډه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب