یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط استخبارات: ۵۰ داعشیان مو په مشروط ډول وبښل

د ط استخبارات: ۵۰ داعشیان مو په مشروط ډول وبښل

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏د طالبانو چارواکي وايي، چې د ننګرهار استخباراتو رياست کې پنځوس داعش وسله وال تسليم او د دوی د عمومي مشر ( چې دوی یې اميرالمؤمنين ګڼي) د فرمان پر اساس ورته په مشروط ډول بخښنه وشوه.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د دغو داعشیانو د تسلیمیدو او بیرته بښل کیدو منځګړتوب ځایي قومي مشرانو کړی.

سرچینه د د قومي مخورو له خولې زياتوي، چې که دا کسان بيا تخريبي هڅه وکړي؛ نو د قومي تړې پر اساس به يې کورونه وسوځول شي او سرغړونکو سره به سخت چلند تر سره شي.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو مخکې هم دوی ته د لسګونه داعشیانو د تسلیمیدو ادعا کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب