Homeخبرونهد يوناما مشره: اروپا افغان ښوونکو ته ۵۰ ميليونه يورو ورکوي، د...

د يوناما مشره: اروپا افغان ښوونکو ته ۵۰ ميليونه يورو ورکوي، د معترضو ښځو خلاصون غواړو

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز نن د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

د طالبانو د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي، په دې لیدنه مېرمن ديبورا د روغتيا، پوهنې او بانکوالۍ په برخو کې د شویو پرمختګونو ستاينه کړې ده.

‏د سمنګاني په وينا، د يوناما دفتر مشرې همدا شان په راتلونکي پسرلي کې د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځيو د پرانيستل کيدو هرکلی هم کړی دی.

طالب وياند زياتوي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د دې لیدنې پر مهال له افغان ښوونکو سره د اروپايي ټولنې د ۵۰ ميليونه يورو خبر هم ورکړ.

هغې دا هم ویلي، چې يوناما له ملګرو ملتونو سره د افغانستان لپاره د ۴,۴ میلیارده ډالره بشري مرستې په راټولولو کې مرسته کوي.

‏سمنګاني تاييد کړی، چې د یوناما دفتر مشرې همدا شان د يو شمېر معترضو افغان مېرمنو په نادرکۍ اندیښنه ښودلې او له طالبانو څخه ېې د هغوی په موندلو کې مرسته غوښتې ده.

‏د طالب وياند په خبره، د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړ، چې د دوی اړوندې ادارې به په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

يوناما ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې بیا لیکلي، چې د مولوي کبير سره یې د مشرې لیدنه تر ډېره د افغان معترضو ښځو د خوشې کولو په اړه پر خبرو متمرکزه وه.

د يوناما ټویټر پاڼه لیکي، چې مشرې ېې طالب چارواکي ته روښانه کړې، چې د افغانانو حقونو ته له درناوي پرته به د طالبانو لپاره نړیوال ملاتړ رامنځته نه شي.

د يوناما مشرې د معترضو مېرمنو د خوشې کولو په اړه د طالب چارواکي د ډاډ ورکولو له کبله مننه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...