یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: د علماوو د ګومارلو په اړه مو څرګندونې ناسمې...

امر بالمعروف وزارت: د علماوو د ګومارلو په اړه مو څرګندونې ناسمې تعبير شوي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند محمد صدیق کاشف وایي، چې د يو شمېر رسنيو له لوري د ده په حواله ناسمې خبرې رسنيزې شوي دي.

کاشف په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: ځينو رسنیو زما له قوله ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د غربي افکارو سره د مبارزې لپاره ۱۵زره علماء ګومارلي دا حقیقت نلري.

د هغه په وينا، د د وزارت ټول تشکیل څه باندې ۷ زره تنه دی.

دغه طالب وياند زياتوي: له ما نه وپوښتل شول چې د غربي افکارو په وړاندې د مبارزې لپاره څه لرئ؟ما ویلي مونږ د اسلامي افکارو ترویج کوو.

‎د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یو شمېر څرګندونې په وروستيو کې څو ځله له رسنیز کیدو او ناندریز کیدو وروسته د وزارت د سرچينو له لوري اصلاح شوي او ورڅخه د ناسم تعبير ادعا شوې ده.

1 COMMENT

  1. “د هغه په وينا، د د وزارت ټول تشکیل څه باندې ۷ زره تنه دی.”
    In the 21st century while Elon Musk planning to land in Mars, no one should have the right force others how to think.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب