یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې...

د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۵ سرتېري وژل شوي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۷مه) د پاکستان پوځ وايي چې نن یې پنځه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې د افغانستان له خاورې سختدریځو پرې برید وکړ.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی پر پوځیانو د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالي کې برید شوی دی.

پوځ ادعا کړې چې ځواکونو یې پر حمله کوونکو ځوابي ډزې کړي او هغو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پوځ نه دي ویلي چې په ځوابي برید کې یې څو مخالف وسله وال وژلي یا څرنګه ورته څرګنده شوه چې هغو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد حکومت د افغانستان له خاورې حملې غندي او هیله لري چې د افغانستان موقت حکومت به د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.

پاکستان له ډیرو کلونو راهیسې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلو په خاطر افغانستان ته د تور ګوته نیسي خو افغان حکومتونه یې ردوي.

تېره اوونۍ د ایران پولې ته نژدې په بلوچستان ایالت کې یې د پوځ پر دوو مرکزونو د بلوچ بېلتون غوښتونکو حمله هم له افغانستان سره وتړله، او ادعا یې وکړه چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو.

په همدې حال کې د بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ یا بلوچ لیبرېشن ارمي مشر بشیر زېب په یوه ویډیو کې ادعا کړې چې ۱۶ جنګیالیو یې په پنجګور او نوشکي کې د امنیتي ځواکونو مرکزونه د ۳ ورځو لپاره نیولي وو او په هغو کې یې ۱۹۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

پاکستاني چارواکو ضد و نقیض ارقام ښودلي. ځینو ۵ او ځینو د ۱۵ پوځیانو وژل کېدا تایید کړې ده.

1 COMMENT

  1. پنجابیان او د ای اس ای تروریستان بیا په څه ډرامو او دسیسو لګیا دی.
    که دوی دا فکر کوی چه بیا به لوبه ګرمه کړی او د ډالرو باران به په راروان وی، خو دا فکر دیی ګوریستان ته یوسی.
    دغه تروریستی دسیسی او مرګ ژوبلی د پنجابیستان د ای اس ای لخوا کیږی، او بیا کله د افغانستان او کله د هند نوم یادوی، تر څو د دنیاوالو مخ ځانته راوګرځوی.
    دنیاوال اوس پدی پوهیدلی دی چه ټوله مرداری او ګډوډی د پنجابی تروریستانو لخوا روانه وه او اوس یی هم روانه کړیده. انشآلله هغه ورځ به لری نه وی چه نړیوال به پنجابستان ټوټه ټوټه کوی، او دغه ملک به خپلو اصلی واریثانو( بلوځانو، پښتنو، سندیانو، کشمیریانو) او نورو پاتی قومونو ته سپاری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب