دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستاني څېړونکي: افغان ط واحده او ځواکمنه رهبري نه لري

پاکستاني څېړونکي: افغان ط واحده او ځواکمنه رهبري نه لري

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ د پاکستان د سياسي پراختيا انستیتوت له لوري په یوه انلاين بحث کې يو شمېر پاکستاني څېړونکو د طالبانو د حکومت په اړه خپلې ارزونې شريکې کړې.

دا انلاين بحث په پاکستان کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو او پاکستاني طالبانو د تحریک له زياتو شويو بریدونو سره هم مهاله ترسره شوی.

په دې بحث کې پاکستاني څېړونکو له افغانستان څخه خپل ملي امنيت ته ورپېښ ګواښونه ارزول.

دغو څېړونکو له نړيوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له حليدو سره عاجلې مرستې وکړي، ځکه د افغانستان د اوسني وضعيت دوام به پاکستان ته هم امنيتي ګواښونه وزيږوي.

د طالبانو په اړه د پاکستاني څېړونکو ارزونه دا وه، چې د دغه بشري ناورين د مخنيوي لپاره کافي متخصصين نه لري.

پاکستاني څېړونکو په ناروې کې له یو شمېر هېوادونو سره د طالبانو ناستې د بشري ناورين د مقابلې په برخه کې ګټورې ارزولي او ويلي، چې له دغې ناستې څخه وروسته له افغانستان سره نړيوالې بشرپاله مرستې زیاتې شوي دي.

په کابل کې د پاکستان پخواني ديپلومات محمود اياز په دې انلاين بحث کې ویلي، طالبان باید ثابته کړي چې د افغانستان د ښه اداره کولو توان لري.

د ایاز په باور، نړیوالې ټولنې لکه څنګه چې طالبانو ته بيا- بیا ویلي په افغانستان کې به د یوه پراخ بنسټه حکومت لپاره د همکارۍ غېږه پرانيزي.

د پاکستان مشهور شنونکي زاهد حسين بيا په دې باور و، چې د طالبانو له واکمنیدو سره سیمه له يوه بحران او افغانستان د نه بقا موندلو له خطر سره مخ شوی.

د پاکستان متقاعد جنرال محمود شاه بیا په دې انلاين بحث کې وویل، چې طالبان د نویمې لسیزې په شان د رهبرۍ واحده مرجع نه لري.

د نوموړي په وينا، طالبان اوس د ملا عمر په شان ځواکمن مشر نه لري او رييس الوزرا يې هغسې ځواکمن نه دی چې دوی په سمه توګه رهبري کړي.

د پاکستان دغه متقاعد جنرال د طالبانو د داخلي او نړیوال مشروعيت نشتوالی د هغوی د واکمنۍ نورې ننګونې ګڼلي او ويلي، چې طالبان تر اوسه په سياسي محفلونو کې د يوه دولت په توګه نه پېژندل کېږي.

طالبانو د دغو تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې د ځان په اړه هر ډول نيوکې رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. یوه پښتو لنډۍ لدی حالت سره سر لګوی او هغه داسې ده: په چلم دوې سکروټې کښیږده …..لکه دوې بنې چې په ضد خوله ورکوینه. دهمدغې لنډۍ په اقتفا دغه اوسنۍ د طالبانو اداره د اشرف غنی سهامی شرکت ته ډیره ورته ده،هغه مهال اداره د اشرف غنی او ګلمرجان عبدالله عبدالله تر منځ پنځوس پنڅوس وه او اوس هم داسې ښکاری جې د کندهاریانو او حقانیانو سهامی شزکت دۍ. او دواړه د آی ایس آي د چلم دوې سکروټې دی چې په سیالۍ خوله ورکوی. په دوی کې بیا حقانیان د آی ایس آی د مالګې ډیر پاس لری، او دارنګه کړنې هیڅ د وطن په ګټه ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب