دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسرطان په افغانستان کې، هر کال تر ۲۰ زره پورې انسانان وژني

سرطان په افغانستان کې، هر کال تر ۲۰ زره پورې انسانان وژني

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت وايي، چې سرطان ناروغي په افغانستان کې هر کال تر ۲۰ پورې کسان وژني.

د روغتيا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستيال محمد حسن غياثي ويلي، چې هر کال تر ۴۰ زره پورې کسان په افغانستان کې په سرطان ناروغۍ اخته کیږي.

نوموړي له سرطان سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، چې افغانستان کې هر کال د سرطان له کبله له ۱۶ تر ۲۰ زرو پورې کسان له ژونده محرومیږي.

نوموړي په نړیواله کچه د سرطان ځپلو ناروغانو کچه ۴۴ میليونه کسان ښودلي.

افغانستان د سرطان له کبله دومره تلفاتو سره لا هم د دې ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نه لري.

د افغانستان د جمهوري نظام په وروستيو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړولو غوښتنه شوې وه، چې حکومت ورته د پاملرنې ژمنه کړې وه.

معلومه نه ده، چې په دې برخه کې پرمختګ شوی کنه او د طالبانو حکومت به په دې تړاو څه ګامونه اخلي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب