دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستان سفير: سږ او نور کلونه به د افغانستان د اقتصادي...

د پاکستان سفير: سږ او نور کلونه به د افغانستان د اقتصادي غوړیدو کلونه وي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په کابل کې د وروستیو واورو وریدو هرکلی کړی او پايلو ته ېې هیله مندي ښودلې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر د کابل د واورو څو عکسونه خپاره کړي او ورسره لیکلي: په کابل او نورو ولايتونو کې ورښتونه به انشاالله سږ کال د مېوو او زراعتي محصولاتو د غوړیدو سبب شي.

نوموړي هيله ښودلې، چې افغانستان به په سږني او نورو کلونو کې د اقتصادي غوړیدو او ‌پرمختګ کلونه وي.

‏پاکستاني سفير په یوه بل ټویټ کې ويلي، چې نن یې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر حجه اويزوف سره لیدلي.

د منصور احمد خان په خبره، په دې لیدنه کې ېې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان پر ګډو اقتصادي همکاريو خبرې اترې کړي دي.

په کابل او نورو ولايتونو دا اوس هم واورې او ورښتونه وريږي.

دغو ورښتونو ته له یوه پلوه خلک خوشاله دي، چې وچکالي به ورسره کمه شي، خو بل لور ته اندیښمن دي چې د ورښتونو له کبله به بیوزله خلک زیانمن شي.

1 COMMENT

  1. ستا مردګاو یی څه خپل غم وخوری هر ورځ مو په لس ګونو عسکر مرداریږی، قیمتی ټول پاکستان پر سر اخیستی، قرضونه مو ورځ تر بلی زیاتیږی حرامیانو. د طالب هم ښځه غی چی داسو ته څه نه وایی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب