سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسپنتا: ملګري ملتونه دې د بهرنیانو پر ځای افغان کارکوونکي وګماري

سپنتا: ملګري ملتونه دې د بهرنیانو پر ځای افغان کارکوونکي وګماري

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏ د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د حامد کرزي د حکومت يوه مهم چارواکي رنګین دادفر سپنتا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د بهرنيو پر ځای افغان کارکوونکي وګماري.

نوموړي په یوه ټويټ کې د المان د بهرنيو چارو د وزير له مخاطبولو سره ويلي: ملګري ملتونه په داسې حال کې په لوړ امتياز بهرني کارکوونکي راولي او ورسره ګوماري، چې پر شرايطو برابر زرګونه افغانان په خپل هېواد کې وزګار دي.

سپنتا ويلي، چې د المان په ګډون د مختلفو هېوادونو په ميليونونه ډالره بشري مرسته له دې کبله ضایع کیږی او ضرور ده، چې ‌ملګري ملتونه په دې برخه کې مسوولانه ګام واخلي او افغان ظرفيتونه په خپلو ادارو کې وګماري.

ملګرو ملتونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر ملګرو ملتونو له پخوا څخه نيوکه ده، چې د افغان کادرونو د ګومارلو پر ځای لوړ مصرفه بهرنيو کارکوونکو ته لومړيتوب ورکوي، چې په دې توګه له افغانستان سره د بهرنيو مرستو يوه لويه برخه په بې ضرورته معاشونو ضايع کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب