دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه...

ط په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د م.م د امنيت شورا راپور رد کړ

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ ‏ ‏‏د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو ډلو د فعاليتونو د زياتيدو په اړه یې چمتو کړی و.

دغه راپور څو ورځې مخکې د افغانستان په اړه د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې شریک شوی و.

په راپور کې ادعا شوې وه، چې د القاعدې ډلې د بنسټګر زوی هم څه موده مخکې افغانستان ته سفر کړی او طالب چارواکو سره یې په دې هېواد کې د القاعدې ډلې د مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په مشخص ډول په دې اړه له څه ویلو پرته ويلي، چې بهرني ترهګرې ډلې په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه لري.

طالبانو ويلي، چې دوی پر افغانستان په بشپړه توګه واکمن دي او بشپړ امنيت یې تامين کړی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې هيله څرګنده شوې، چې ملګري ملتونه باید مسوولانه څرګندونې ولري.

1 COMMENT

  1. FOREIGN MINISTER AMIRKHAAN. MUTAQI. IS ONE PAKISTANI TERRORIST.
    HOW HE EXPLAIN TERRORIST.
    PAKISTAN HAVE PAKISTANI AGENTS IN AFGHANISTAN
    HOW POSSIBLE SOME ONE SHOW ACTIVITY AGAINST PAKISTAN.
    NOW IN ARG ARE PAKISTAN HANDMADE PRODUCTS.

    FINALLY AFGHANS WILL DO ACT. INSHALLAH. KAMAWAL

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب