Homeخبرونهله ایرانه نیمروز ته تښتول شوی ایرانی ډاکټر وژغورل شو

له ایرانه نیمروز ته تښتول شوی ایرانی ډاکټر وژغورل شو

تاند: (دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ ‏ ‏‏طالب چارواکي وايي، چې د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یې ځواکونو ایرانی ډاکټر جواد قرباني نن سهار د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نیمروز د امنیت آمر وویل چې دغه قرباني یوه میاشت مخکې د ایران له مشهد ښار څخه تښتول شوی و او بیا دهرات له لارې نیمروز ته لېږدول شوی و.

طالب چارواکي وايي، چې د یادې قضیې په تړاو درې تنه هم نیول شوي دي.

ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې په افغانستان کې د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي او دغه راز د تښتونکو له منګولو څخه د تښتول شویو د خوشې کیدو خبرونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...