Homeخبرونهسکای نیوز: هرات زندان د جمهوري نظام له منسوبینو ډک شوی

سکای نیوز: هرات زندان د جمهوري نظام له منسوبینو ډک شوی

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې اتلسمه)‏ سکای نیوز ټلویزیون د هرات زندان د وضعيت په اړه راپور خپور کړی او ویلي، چې طالبانو دغه زندان د جمهوري نظام له لسګونه منسوبينو څخه ډک کړی.

د راپور له مخې، د هرات زندان په هره خونه کې تر ۴۰ پورې بنديان غځول شوي او ځينې خو تر دې هم ډېر بندیان لري.

ويل شوي، چې د هرات زندان په یوه خونق کې ۱۲ کلن ماشومان هم ساتل شوي.

  ‏‏سکای نیوز، چې په انحصاري ډول ېې په دې اړه د راپور جوړولو اجازه ترلاسه کړې، ادعا لري چې طالبانو په هرات زندان کې لسګونه تنه له محاکمې او دلیل پرته زنداني کړي دي.

ياد شوی راپور په هرات کې د طالبانو د والي او د هغه د ساتونکو په موجوديت کې جوړ شوی دی.

 د هرات زندان لپاره د طالبانو مشر محمد نبي خلیلي ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو مخکې یې د دوی د یوه پټ زندان مسووليت پر غاړه و.

د هغه په وينا، هغه مهال یې خپل بندیان هره شپه له یوې سیمې بلې ته لېږدول.

د هرات زندان یو شمېر بندیانو په دې راپور کې ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو راهېسې له کومې محاکمې پرته بندیان دي.

د دوی په وینا، د دې زندان ډېری بندیان د پخواني جمهوري نظام منسوبين دي، نه د نیول کیدو په دلیل یې پوهیږي او نه یې د خوشې کیدو وخت معلوم دی.

د سکای نیوز خبریال وايي، چې د دې مرکې پر وخت د طالبانو د هرات زندان مشر د دوی ژباړن ته د دغو خبرو ډ نه ژباړلو وايي.

د سکای نیوز خبریال په هرات زندان کې يو ۱۲ ماشوم هم لیدلی، چې د سايکل د غلا په تور نیول شوی و.

طالبانو د سکای نیوز دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی ‌

مخکې د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قومندان جنرال فرید احمدي ادعا کړې وه، چې طالبان تر ۴۰ پورې پټ زندانونه لري، چې خپل منتقدین او د جمهوري نظام منسوبين پکې شکنجه کوي.

طالبانو په ټوله کې پر دوی داسې تورونه ردکړي او بې بنسټه یې ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...