Homeخبرونهط کابل کې د علماوو مشورتي غونډه جوړوي

ط کابل کې د علماوو مشورتي غونډه جوړوي

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي، چې دوی به کابل کې ژر له دیني عالمانو سره یوه مشورتي غونډه جوړه کړي.

نوموړي د یادې غونډې د ترسره کيدو دقیقه نیټه نه ده ښودلې.

طالب وياند زياته کړې، چې په دې غونډه کې به د حکومتولۍ د ښه کیدو په اړه له دیني عالمانو سره مشورې وشي.

معلومه نه ده، چې طالبان به په دې غونډه کې څومره دیني عالمان د کومو معيارونو په اساس مشورې ته را وغواړي.

پر طالبانو نیوکه ده، چې له خپلې ډلې د باندې دیني عالمانو سره هم توپیري چلند کوي او دیني عالمان یې هم په « طالب» او « غیر طالب» وېشلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د جوماتونو له امامت څخه د یو شمېر مشهورو ديني عالمانو د ګوښه کیدو او پر ځای یې د طالبانو د اړوندو دیني عالمانو د ټاکل کیدو خبرونه ورکړل شول.

يو شمير ګوښه شویو دیني عالمانو د دغو ګومارنو په غبرګون کې د طالبانو جګړه د قدرت او امکاناتو د لاس ته راوړلو لپاره وګڼله او علماوو ته د توهین د بدو پایلو خبرداری یې ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...