یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ټي ټي پي او بلوڅ ډلو ته په افغانستان کې د...

پاکستان: ټي ټي پي او بلوڅ ډلو ته په افغانستان کې د ناټو نه پاتې وسلې په لاس ورغلي

تاند: ( جمعه ، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته له افغانستان څخه د ناټو پاتی وسلې په لاس ورغلي او دې ډلې نه يوازې خپله د پاکستان خلاف جګړو کې کارولې، بلکې د بلوچستان جنګیالیو ته ېې هم په رسولو کې مرسته کړې ده.

د شیخ رشید په وینا، د پاکستان تحریک طالبان سره د دوی مذاکرت هم ناکام شوي او له دې وروسته به دوی د يادې ډلې خلاف سخته جګړه وکړي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له دې سره هم مهاله، رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د افغان طالبانو په همکارۍ د دوی په خلاف کارول کېږي.

نوموړي له دوی سره د افغانستان د طالب چارواکو د همکارۍ يادونه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تېره اونۍ له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د پراخ قاچاق په اړه د بي بي سي ټلویزیون یو مستند راپور خپور شو.

په افغانستان کې واکمنو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف ادعا کړې وه، چې افغان خاوره یې لا هم د هېواد پر ضد کارول کېږي.

 

3 COMMENTS

  1. نن سبا د هیواد او سیمی او نړۍ د سیاستونو او لوبو د څرنګوالی د تحلیل توان هر څوک لری ( البته تحلیل به ئې هله صاف او منصفانه وی چی ددې او هغه فکری جریان یا مکتب سره خواخوږی او تړاؤ ونلری او د مستقل او آزاد وجدان او ایمان او قضاوت خاوند وی ).
    نو
    عرض می دا دئ چی رشیده بچو!
    داسی مه وایه چی فلانی ډلی ته د ناټو څخه پاتی سوی وسلې پلاس ” ورغلی ” دی
    بلکه
    داسی ووایه چی:
    فلانۍ ډلی ته د ناټو څخه پاتی سوی وسلې پلاس ” ورکړه ” سوی دی.

  2. ټول عمر پنجابیانو زمونږه وطن خراب کړ. کچیری طالبانو ملتپاله طالبان وی نو د کار شونی ده. بلوڅ او پاکستانی طالب ته باید امریکایی وسله په لاس ورکړل شی تر څو د استاد یاسر، د ملا عمر او همداسی د ملا منظور د وژلو انتقام واخستل شی. لږ صبر پکار ده چی ویوار د پښتو ژغورنی کسانو سره هم سلا او مشوری وشی هغوی ته به وښیو چی افغانستان څنګه ستاسو پنځمه صوبه ده. هنوز سر فلم است

  3. انشآالله پنجابستان په ختمیدو دی او د پنجابی ای اس ای کډی به هندوستان ته د زوال او شرم سره مهاجر کیږی، پدی شرط که هندوستانیان یی پریږدی. په پنجابیانو به داسی بی وطنه حال راځی لکه د برما د روهینګیانو خلک چه چا په خپله خاوره کی نه پریښودل.
    د پاکستان شمیر او نفوس او ډیره خاوره د بلوڅانو، پښتنو، سندیانو، ګیلګیتیانو او نورو قومونو ده، فقظ پنجابیان ورته د هند څخه انګریزانو د اسلخو په زور راوستلی دی، او په دغه نورو قومونو د اسلحی په زور سره حکومت کوی.
    مګر اوس انګریزان او امریکایان پوه شویدی چه د تروریستانو ځاله نوره ختمه او دنړی د نقشی څخه یی لیری کړی. ځکه دغه تروریستی او کاذب پانجابیان نور اروپا او امریکا ته غټ خطر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب