یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: د خلکو خدمت وکړئ، دروازې ورته پرانيزئ

ملا حسن اخند: د خلکو خدمت وکړئ، دروازې ورته پرانيزئ

تاند: ( جمعه ، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏‏‏‏د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په یو غږیز پیغام کې د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د خلکو خدمت وکړي.

طالب وياندويانو د‌ نوموړي د ادعا شوي دغه غږيز پيغام په حواله ويلي، چې طالبان بايد د خلکو هر ډول شکایت ته رسیدګي وکړي او د ادارو دروازې له خنډ پرته د خلکو پر مخ خلاصې وساتي.

د دغه غږيز پيغام نور جزییات او خپله د ښاغلي حسن اخند غږ رسنيز شوی نه دی.

د ځینو شنونکو په باور د طالبانو د چارواکو دا ډول څرګندونې په دې اعتراف کول دي، چې دوی د خلکو خدمت نه دی کړی، دروازې يې پر مخ تړلي او شکايتونه ورڅخه ډېر دي.

ګومان کېږي، چې دا څرګندونې به د ټول شموله حکومت د جوړولو او په دې برخه کې د لومړنيو ګامونو لپاره د طالب چارواکو مقدمه سازي وي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پرون رد کړه، چې په دې برخه کې ځينې پيل شوي اقدامات د بهرنيو فشارونو په آساس نه، بلکې د خپلې پالیسۍ له مخې کوي.

طالبان په وروستيو کې د نړيوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دي، څو د ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو په ګډون د ټولو قشرونو نقض کړي حقونه بيرته اعاده کړي.

1 COMMENT

  1. I AM VERY SORRY FOR MY COUNTRY;
    MY DEAR AFGHANS PLEASE WATCH;
    ONE PRIMINISTER OF ONE COUNTRY LOOK LIKE TO SET IN ONE TEAHOUSE.
    ALL TALIBLEADERS CAN NOT SPEECH TO ANANCE POLICY OF COUNTRY.
    WHERE IS FOREIGN POLICY&INTERNAL STRATEGY FOR REBUILD../AGRECALTURE/ECONOMY.
    NOW AFGHANISTAN LIKE ONE ECONOMY FREE MARKET.FOR PAKISTAN .
    UNIVERSITY SHOULD OPEN BUT WHERE PROGRAM FOR TEACHING.WHERE IS FREEDOM FOR
    LICTUR OF PROFESSORS.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب