Homeخبرونهد ط په لباس ملبسو وسله والو کابل کې يو مشهور ډاکټر...

د ط په لباس ملبسو وسله والو کابل کې يو مشهور ډاکټر تښتولی

تاند: ( جمعه ، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏‏په کابل کې د طبي پوهنتون استاد او د اعصابو د جراحۍ مشهور ډاکټر احمد فواد پيرزاد تېره پنجشنبه د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې تښتول شوی دی.

نوموړي ته نېږدې سرچينو ويلي، چې ډاکټر پيرزاد مازيګر مهال له خپل روغتيايي مرکز څخه تښتول شوی دی.

سرچينې زياتوي، چې د طالبانو په پوځي لباس کې راغلو وسله والو نوموړی په دې پلمه ورسره بیولی، چې په کور کې ېې ناروغ معاينه کړي.

ويل شوي، چې د ډاکټر پيرزاد له بیولو وروسته د نوموړي موبايل بند شوی او نادرکه دی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغانستان د مشهورو طبي ډاکټرانو د اختطاف خبرونه زيات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په هېواد کې د بشپړ امنيت د تامينولو ادعا لري.

1 COMMENT

  1. یو پیرزاد خو لندن کی و چی تیره اونی یی نن. آسیاا ته د ( بدرمنیر اس) په عنوان مقاله لیږلی وه ، په دا دوه ورځو کې دا څنګه چل وشو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...