تاند- د بنګله دېش کرکټ بورډ نن (جمعه) اعلان وکړ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې فبرورۍ په وروستیو کې د درو یو ورځنیو او دوو شل اوره سیالیو لپاره بنګله دېش ته ځي.
د افغانستان او بنګله دېش سیالۍ به د مارچ تر لومړیو پورې دوام وکړي.
دې ته په پام چې په بنګله دېش کې په وروستیو کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي، د دغه هیواد کرکټ بورډ په دې اړه چې ایا د سیالیو د لیدلو لپاره به په لوبغالو کې نندارچیانو ته اجازه وي او که نه وي، څه نه دي ویلي.