یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط پر ضد يوې بلې پوځي جبهې د موجوديت اعلان وکړ

د ط پر ضد يوې بلې پوځي جبهې د موجوديت اعلان وکړ

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم یوې نوې پوځي جبهې د طالبانو پر ضد د موجوديت اعلان وکړ.

دغې جبهې، چې ځای او مشران ېې نه دي په ډاګه شوي، د يوه ويډيويي پيغام له خپرولو سره د خپل موجوديت اعلان کړی.

په ویډیویي پیغام کې د نړیدلي افغان پوځ په پرمختللو امريکايي وسلو څو مخ پټي وسله وال ولاړ لیدل کیږي.

د پيغام لوستونکي په ډړي ژبه د قرانکريم د يوه آیات له لوستلو وروسته ويلي، چې د افغانستان جمهوري نظام د يوې معاملې له مخې سقوط شوی او طالبانو ته سپارل شوی دی.

په دې پیغام کې طالبان پردي اجیران، قاتلان او ظالمان ګڼل شوي او افغانستان د دوی په لاس د بهرنيو لخوا اشغال شوی ياد شوی دی.

سرچينې د طالبانو له لوري د خبریالانو، ښځو او نورو معترضینو نيول کیدو ته په اشارې ویلي، چې دوی دا وضعیت نور نه زغمي او پر ضد یې پاڅيږي.

 ‏‏‏د افغانستان د ازادۍ جبهې دا هم ويلي، چې دوی د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې سره کوم تړاو نه لري.

د ازادۍ جبهې د خپلو فعاليتونو او اهدافو د نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو روښانه کړې یې ده چې فعاليت به ېې پوځي بڼه ولري.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې پر خپل ضد د ولاړیدونکو معترضینو د ځپلو ټینګار کړی دی.

8 COMMENTS

  1. وروڼو او دوستانو نور د جنګ تحمل نشته، موږ سوله غواړو، یو خپلواک وګړنیز، مترقی، د بشر حقوقوته ژمن او آزاد نظام غواړو چی خلکو ته خدمت وکړی تخصص سالاری ته ژمن وی، د پردیو غلام نه وی . پښتنو ته لږ پوهه ورکړی چی تمدن سره آشنا شی تیرو څلویښتو کلونو کې د پښتون بایللی حیثیت او داچی د وحشی او تروریست په نوم مشهور شو بیرته یی نیک نوم اعاده او دا خلک د متمدن او عصری ترقی پسند محبوب ، سوله خوښي، ازادی دوست او ریښتیانی مسلمان په صفت وپیژندل شی . همدا زموږ هیله ده جبهه مبهه نه غواړو بیا جنګونه شروع کوئ؟ دا خو والله چی ظلم دی.

  2. دروسیی اعلان ته متوجه سی. هغوی لا ترمخه ویلی وو چه دطالبانو په ضد جنګ شروع کیږی. اوس دی خدای طالبان کامیاب کړی چی دداسی مخربو مخه ونیسی.

  3. “وحید : وروڼو او دوستانو نور د جنګ تحمل نشته، موږ سوله غواړو،”

    When America was a British colony a Briton governor in charge in America told the American rebel leader that if British leave America, then there will be no peace and security for Americans. The American leader replied that, THOSE PEOPLE WHO TRADE THEIR FREEDOM FOR SECURITY DESERVE NONE OF THE TWO. His picture is permanently engraved in American $100 bills!!!

  4. تاند خو هره پروپاګنده د طالب په خلاف خپروي ! هغه څو لوچکان دي چې اواز یې تغیر کړی او داسلامی امارت د ارد و کالی یې اغوستې دی دا یوه لوچکبازی ده او بس دوی که دومره نران وی نو ولې یې د فاسد رژیم او داشغالګرو په خلاف چوپ پاتې وو !!

  5. درنو هيوادوالو.
    رازئ چي د امريکايانو د تجزيې خوب هم وران کړو.
    د جوبایډن پیغور او ارمان ته په ملي وحدت ځواب ووايو.
    د ګران هيواد د څلورو لسيزو د جنګ لوي عامل امريکا او ورسره ملګري دی الله په خپل قهر اخته کړي.
    دجمهوري نظام پاتشوني دي په دې پوه شي چې جنګ په عقيده او ملي ملاتړ شي، نه په ډالرو او پونډونو.
    لګ خو د الله د رویه وشرميګئ چي نور سومره انسانان وژنې.
    والتنذر نفس ما قدمت لغد.

  6. دا هماغه لنډغر دي چې ښه پوهیږي، څوک یې نه غواړي او هېڅ یې هم د لاسه پوره نه دي. اوس غواړي چې په بل نوم ځان مطرح کړي. هېڅ نشي کولای، داسې به وټکول شي چې سقو به په ګور کې پرې خبر شي. بله دا چې د پتنګ صاحب د لیکنې سره سم، تاندیان هم د لنډغرو د تالیڅټو په څېر عمل کوي. زه نه پوهېږم چې دوی په دومره کم وخت او د دومره لویو مشکلاتو په شتون کې د طالبانو څخه ولې ډېرې افراطي غوښتنې لري. مننه

  7. د ط پر ضد يوې بلې پوځي جبهې د موجوديت اعلان وکړ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    هیڅ خبره نشته، دغه شان ویدو ګیمونه ماشومان هره ورځ د ساعتیری په خاطر ګوری.
    کیدایشی د پاکستان، ایران، روسی او یا امریکا په کومه دشته او یا صحرا کی دغه ویدو ګیم جوړ شوی وی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب