یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرچينې: کابل کې لسګونه بلوچ پناه غوښتونکي نیول شوي او وژل شوي...

سرچينې: کابل کې لسګونه بلوچ پناه غوښتونکي نیول شوي او وژل شوي دي

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ راپورونه وايي، چې په کابل کې لسګونه پاکستان ضد بلوڅ پناه غوښتونکي د طالبانو له لوري نیول شوي، وژل شوي او لا درکه شوي دي.

د يوه تازه راپور په اساس، یوازې په تېرو څو ورځو کې طالبانو تر ۱۸ پورې دغه بلوڅان نیولي دي.

ويل شوي، چې دغه بلوڅان په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري د پناه غوښتونکو په توګه منل شوي وو.

يادو پناه غوښتونکو غوښتل، چې له کابل څخه نورو هېوادونو ته لاړ شي او دلته د خپلې پناه غوښتنې قضیې تعقيب کړي.

ويل شوي، چې طالبانو دغه بلوڅان د پاکستان په اشاره، د ياد شوي هېواد د خوشالولو لپاره نیولي دي.

په دې اړه تر اوسه جزییات وروستي شوي نه دي او طالبانو یې په اړه څه نه دي ويلي.

په پاکستان کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو په وروستيو بریدونو کې ګڼو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان لیکوال او سياسي فعال نجيب ننګیال د پاکستان په اشاره د طالبانو له لوري د بلوڅانو نیول کیدو ته په غبرګون کې ويلي: ‏په کابل کې د اتلس بلوچ پناه غوښتونکو نیول د ټولو انساني قوانینو خلاف کار دی.

ننګيال زیاتوي، چې پناه غوښتونکي د نړۍ هیڅ ځای کې نه ځورول کېږي. دوی حق لري چې مېرمنې او ماشومان یې خوندي ځای ته انتقال کړي.

د يادونې وړ ده، چې د بلوڅ پاکستان ضدو مبارزينو پر نیول کیدو سربېره د هغوی د لسګونو تنو د مرموزو وژنو خبر هم ورکړل شوی، خو طالبانو یې په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

5 COMMENTS

  1. دا به يې پروپاګند نه وي. پنجاب هم د پيشو ورور دی او پيشو غوښې ته نه شي ټينګېدای. دا له امکان لېرې نه ده چې پنجاب د طالب له واکمنولو سره نور ډېر پروګرامونه هم لرل او هغه به يې هم سرته رسولي وي لکه د بلوڅ ملتپالو، د پښتون ژغورنې غورځڼګ او همدارنګه د طالبانو د غورځنګ هغه غړي چې د پنجاب ضد روحيه يې لرله نيولي، وژلي او تښتولي وي. په طالبانو کې به ځينې داسې کسان لري چې مرسته يې ورسره کړي وي او بله دا چې له دوی سره پنجابي پوځيان مله ول.

  2. دا خبره هم ریښتیا ده هغه کس چی د پاکستان پر ضد یی مظاهره سمبال کړې وه ولی نیول شوی ندی؟ د پښتون ژغورنی د دفاع په خاطر چی مظاهره کیدونکی وه د مجاهد لخوا لغو نشوه؟ بیا پرون بلوڅان ندی نیول شوی؟ پدی کی هیڅ شک نشته چی طالبان د پاکستان عسکر دی خو د هغوی منځ ځینی ناخبره طالبان شته تر اوسه یی د امارت اصلی څیره نده پیژندلې.

  3. طالبه لوی غلام او بې غیرته يې، دا د هر مهاجر د حقونو په ضد عمل ده، څوک چې د طالبانو په خیانت او د دوی په منافقت چوپ پاتي کيږي په دوی دې هم لعنت وي، افغانستان کې تر اوسه داسې عمل چا نه وو تر سره کړای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب