Homeخبرونهکابل کې یو تښتول شوی سوداګر خوشې او تښتونکی یې نیول شوی

کابل کې یو تښتول شوی سوداګر خوشې او تښتونکی یې نیول شوی

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏د کابل امنیې قومندانۍ طالب چارواکو ویلي، چې یو تښتول شوی سوداګر یې خوشې کړی و او یو تن یې په دې تور نیولی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدران وویل چې د دوی امنیتي ځواکونو پرون غرمه د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې یو ملي سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

طالب وياند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له کابل او ډېرو نورو ولايتونو څخه د انسان تښتونې پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

يو شمير خلک په دې پېښو کې خپله د طالبانو د لاس لرلو ادعا کوي، خو طالبانو هغه کسان نه دي رسوا کړي، چې د يادو پېښو په تور نیول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...