Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمجاهد: له افغانستان بانک سره د افغاني بانک نوټونو د کمښت راپور...

مجاهد: له افغانستان بانک سره د افغاني بانک نوټونو د کمښت راپور ناسم دی

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په افغانیو د ډالرو د بدلون په برخه کې د مرکزي بانک د ناتوانۍ ادعا حقیقت نلري.

نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي، چې تر اوسه د ملګروملتونو یا کوم بل ادرس څخه مرکزي بانک ته پیسې نه دي ورکړل شوي، کنه مرکزي بانک بې له شکه د هرڅومره ډالرو د اخیستلو او د افغانیو دورکړې توان لري.

مجاهد زیاتوي، چې په دې اړه خپاره شوي شایعات سم نه دي.

تازه یو شمېر رسنیو ویلي وو، چې افغانستان بانک د ملګرو ملتونو د شاوخوا یو نیم سل میلیونه ډالرو د افغانۍ کولو لپاره کافي بانک نوټونه نه لري.

هغه څه، چې طالبان یې بې بنسټه ادعا ګڼي او وايي افغانستان بانک کافي افغاني بانک نوټونه په واک کې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...