یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان کې د ډالرو او ځینو توکیو بیې را ښکته شوې

افغانستان کې د ډالرو او ځینو توکیو بیې را ښکته شوې

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ په افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو ارزښت له بېساري لوړوالي وروسته بیرته راښکته شوی.

د کابل د صرافۍ د تر ټولو ستر مرکز ( شهزاده سرای) سرچينو ويلي، چې نن د افغانيو پر وړاندې د یوه ډالر بیه تر ۸۹ افغانیو پورې هم رسیدلې ده.

ځينو صرافانو ويلي، چې د ډالرو د بیې د کميدو يو اصلي دلیل په افغانستان بانک کې د افغاني بانک نوټونو کموالی دی.

ځينو رسنيو ويلي، چې د افغاني بانک نوټونو د همدې کمښت له کبله د ملګرو ملتونو شاوخوا یو نیم سل میلیونه ډالره هم په افغانیو له بدلیدو او مصرف څخه پاتې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د افغاني بانک نوټونو د کمښت ادعا رد کړې او بې بنسټه ګڼلې ده.

د ډالرو له ارزانیدو سره، په کابل کې د يو شمېر خوراکي توکيو د ارزانه کیدو خبر هم ورکړل شوی.

يو شمېر کابل ښاريان بیا د تېلو او نورو ډېرو لومړنیو توکیو له نه ارزانه کیدو څخه شکایت لري او غوښتنه کوي، چې چارواکي دې يادې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب