جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهار کې ۱۰ کلنه دښمني چې ۲۰ تنه يې وژلي وو، پای...

ننګرهار کې ۱۰ کلنه دښمني چې ۲۰ تنه يې وژلي وو، پای ته ورسېده

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‎په ننګرهار کې د جمهوري نظام د یوه مشهور طالب ضد ولسوال حاجي غالب او تره کورنۍ تر منځ يې ۱۰ کلنه دښمني پای ته ورسول شوه.

په ننګرهار کې د طالبانو د ولايتي ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا دښمني د ځايي طالب چارواکو او ډ مومندو قومي مشر فريدون خان مومند په منځګړتوب پای ته ورسول شوه.

د‌ سرچينې د معلوماتو په اساس، د حاجي غالب او قاري سيف الدين په نوم د دوو کورنيو چې د لس کلنې دښمنۍ په ترڅ کې دواړو کورنيو شل غړي وژل شوي وو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ‏يادې دواړه کورنۍ چې تره زامن هم دي په خپلو تېرو کړنو پښيمانه دي او خوښي څرګندوي چې پرته له کومې معاملې د اسلامي شریعت له مخې روغه وشوه.

ویل شوي، چې دوی ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په خوښۍ او سوله کې پاتې ژوند تر سره کړي.

یوه بله سرچينه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تاند ته وويل چې د جمهوري نظام د ياد شوي مشهور طالب ضد ولسوال حاجي غالب تره زوی د طالبانو په لیکو کې مهم قومندان و.

1 COMMENT

  1. داسې عمل خر هم نه کوي، خو په افغانستان کې ډيری افغانان په دې خرتوب کې ډوب دي، چې خر خبر نسي چې په غوسه نسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...