یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد احصائيې ملي اداره: په ژر او مناسب فرصت کې به د...

د احصائيې ملي اداره: په ژر او مناسب فرصت کې به د افغانانو سرشمېرنه پيل کړو

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏د احصائيې ملي ادارې لپاره د طالبانو ټاکل شوی سرپرست فقير محمد زيار وايي، چې په ژر او مناسب فرصت کې به د افغانانو سرشمېرنه پيل کړي.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې دا کار به د هېواد د نفوسو د کچې د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کړي.

  د هغه په وينا، په دې اړه یې د طالبانو سرپرستې کابینې ته خپله طرحه لیږلې او تمه لري چې یا په کور دننه امکانات او یا د بهرنيو مرستو د ترلاسه کولو له لارې به د سرشمېرنې دا طرحه عملي کړي.

دغه طالب مقام دا هم ویلي، چې د سرشمېرنې یاد شوی بهیر به د جي آی ايس او ريموټ سنسینګ پروګرامونو په وسيله تر سره کړي.

په دې ترڅ کې به د هېواد لویې لارې، سرحدونه، ځنګلونه، معادنونه او کرنيز توليدات هم مشخص شي.

د طالبانو له لوري د احصائيې ملي ادارې ټاکل شوي سرپرست رييس دغه راز د الکترونيکي تذکرو د مرکزونو په اړه ویلي، چې د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې د يادو تذکرو د مرکزونو يوه اندازه تجهیزات او نور توکي ورک شوي دي.

دمګړۍ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه فعال دي.

طالب چارواکي د يادو مرکزونو د فعالولو د هڅو تر څنګ په الکټرونیکي تذکرو کې د ځينو بدلونونو د احتمال‌ خبر هم ورکوي، خو په دې اړه يې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس، تر اوسه شاوخوا ۶ ميليونه افغانانو الکترونيکي تذکرې تر لاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب