دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمتقي له ترکیې څخه افغانانو ته د ویزو د اسانتياوو غوښتنه وکړه

متقي له ترکیې څخه افغانانو ته د ویزو د اسانتياوو غوښتنه وکړه

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د ترکیې د سرې میاشې له رییس او د سرې میاشتې نړېوال فدراسیون مرستیال کریم کنیک او مل پلاوي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې په ترکیه کې دې افغان کډوالو، زده کړیالانو، سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو اسانتیاوې برابرې کړي.

ملا متقي له ترکي پلاوي سره په لیدنه کې وویل: افغان حکومت چمتو دی چې د ترکیې حکومت اوسوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

د طالبانو په لنډه اعلامیه کې د دوی د بهرنيو چارو وزير د یادو څرګندونو ډېر جزییات نه دي روښانه شوي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په زرګونو افغانان ترکيې ته تللي، چې د جمهوري نظام ګڼ لوړپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.

په کابل کې د ترکيې سفير څه موده مخکې په کابل کې طالب چارواکو ته د دغو طالب ضدو افغان سياستوالو په اړه ډاډ ورکړی و، چې د طالبانو خلاف د فعالیتونو اجازه به ورته ورنه کړي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دغو افغان سياستوالو ته هم د ويزې د تمديد غوښتنه کړې کنه، خو مخکې د طالبانو د کورنيو چارو وزير له ترکیې غوښتي وو، چې هېواد ته د دغو سياستوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب