جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د پاچا امان الله ښېګڼې او بدګڼې

د پاچا امان الله ښېګڼې او بدګڼې

ستونزې او پاڅونونه
د شینوارو پاڅون :
۶برخه
 استاد شهسوارسنګروال
میر غلام محمد غبار د شینوارو د پاڅون لامل د کوچیانو او د سنګو خېلو د یوې نښتې پایله ګڼي، او هغه مهال چې د جلال اباد حکمران د شینوارو شکایت ته غوږ ونه نیوه. نو هغو پاڅون وکړ. [1]
کپتان رابنسن Captain.J.A Robinson دافغان کوچیانو د رول په تړاو چې دوئ به د افغانستان توکي هندوستان ته وړل او له هغه ځایه به یې چې کوم څیزونه هېودته راوړل اوږدې خبرې کړي دي.
“Nomad merchants who trade between India and Afghanistan in auto mun they bring from Afghanistan for sale in India such commodities as wool, chilghoza…
 د توکو دغه لېږد او را لېږد اوږد تاریخ لري. د افغانستان له لوري وړۍ، جلغوزي، پسته، بادام… او نور وړل کېدل.. او د هند له لوري بوره، د اغوستلو کالي، چای، او ډېر نور به د اوښانو پرمټ افغانستان ته راوړل کېدل. [2]
کله چې په ۱۹۲۸ز کال (د نومبر میاشت کې) د کوچیانو یو کاروان هندوستان ته په لاره وه د شینوارو په سیمه کې له سنګوخېلو سره لاس او ګرېوان شول. سلېمان خيلو پدې اند چې دوی غله دي د سنګو خېلو څو تنه ووژل، د شینوارو کور کلي ورپسې را ووت کوچیان یې وه نیول او لاس تړلې یې حکومت ته وه سپارل.
د شینوارو سیمه يیز حکومت پرته له کومې ګروېږنې چې پېښه تر څېړنې لاندې ونیسي کوچیان خوشي کړل.
هغه مهال چې شینوارو ولیدل حکومت د دوی فریاد وانه ورېد نو بیا یې د اچین په ولسوالۍ برید وکړ، ډېرې وسلې او پيسې یې لوټ کړې. د کابل او پېښور لاره یې وتړله.
له دې اخ و ډب نه کورنیو او بهرنیو دښمنانو ګټه واخیسته.
په ځانګړي ډول هغه شمېر کسان چې د امان الله خان له رغاونې او اصلاحاتو نه ښه زړه نه درلود.
په کابل کې برتانوي سفیر همفریز هم ددې لپاره چې د پاچا امان الله هاندې او هڅې ځانته معلوم کړې وي له هغه سره ولیدل.
که څه هم پاچا شېر احمد خان د جلال اباد د تنظیمه ریس په توګه په دنده ګمارلی وه. ولې د هغه لویه تېر وتنه دا وه چې غوښتل یې یو قوم له بل سره وه جنګوي.
نو ځکه مومندو او خوګیانیو خلکو ته وسله ورکړه او د خوګیانیو وګړو د همدغو وسلو پرمټ کله چې محمود خان یاور له کابل نه جلال اباد ته په لاره په خوګیاڼیو کې واړول. نو د « نملې» په سیمه کې پرې برید وشو او ډېرې وسلې یې ترې وه نيولې.
د بهرنیو چارو وزیر غلام صدیق خان جلال ابادته په الوتکه کې ولېږدول شو، او ده د شینوارو د یو شمېر قومونو مشران په ځان راټول کړل چې اخ و ډب ته د پای ټکی کېږدي.
ولې کابل ته چې لاړ غوښتنې یې ځکه ونه منل شوې چې عملې بڼه یې نه درلوده، که څه هم والي علي احمد خان چې بیا دشېراحمد خان په ځای وټاکل شو دي د شینوارو یاغې ګرۍ د جمهوري ګوند په لمسون ګڼي او وایې:
حکومت د غلام صدیق او دهغه د ملګرو په خوښه نه وه… غلام صدیق د خپل پلار غلام حیدر خان څرخي له بابته (د امیر عبدالرحمن خان په مهال) د دغو قومونو په منځ کې د ډېر نفو‌ذ څښتن وه..
دوه شینواري مشران په کابل کې وو. (محمد افضل او محمد علم) غلام صدیق هغوی ته د غټو وعدو په ور کولو سره بېرته وطن ته واستول چې خپل قوم پاڅون ته و لمسوي.[3]
وروسته تاریخ وښوده چې په خپله د والي علي احمد خان، په سر کې د پاچاهي نيشه او دب دبه وه او پاچا لا په کندهار کې وو چې ده خپل بيرغ پورته کړ. ولې بيا هم شير احمد خان، غلام صدیق خان، عبدالوکیل خان نورستانی، وزير محمد ګل خان، محمود جان یاور، او نورو ددې وس پیدانکړ چې دغه کړکېچ له منځه یوسي.
وروسته ولسي وګړو چې یو شمېر نور قومونه هم ورسره ملګري شول په جلال اباد برید وکړ.
سراج العماره او د سلطنتي کورنۍ ژمنې یې له خاورو سره خاورې کړ.
د جلال اباد له لوټ نه ورورسته د شینوارو له خولې یو شمېر ولسي شعرونه تر اوسه پورې د ننګرهار د وګړو په منځ کې زمزمه کېږي چې بېلګې یې داسې دي:
جلال اباد کې د خدای ډېر وه نعمتو
  ارمان د شیش کباب
یا دا چې:
مومند چې وکړه غوره په ځان نه وه خبره
حکومت دی برقرار وي سمدستي پسې چالان شول د ظلم کورونه وران شول
یا دا:
پاس ګلابانو کې برماڼو نومې یو غل وه د خدای په قهر دل وه
د شپې به ګرځېدل جامې به یې ایستل
غلا به یې کول یوه شپه په کله کټ کې
ګیر شو غاړه کې غوراب نصیب یې وه عذاب
له دې ناورین نه وروسته یو بل ستر ملي ناورین را منځ ته شو چې افغانستان یې یوې لویې غمیزې سره لاس او ګرېوان کړ.
د هېواد په ختیځ کې لا دغه اړ دوړ روان وه چې تګاو اخون زاده صاحب ملا حمید الله د دولت په وړاندې ودرېد. دی هغه څوک وه چې امان الله خان ورته د (فخرالمشایخ) لقب ورکړی وه.
کله چې ده د دولت کمزوري ولیده نو د يو شمېر نورو روحانینو په څېر یې د امان الله خان د اصلاحلتو او رغاونو مخالفت وکړ: پاچا دی کابل ته وغوښت چې له خپل دریځ نه پر شاشي. ولې کابل ته یې له تلو ډډه وکړه.
کوم پوځي ځواک چې هلته لېږل شوی وه د (حبیب الله چې د سقاو زوی پنوم یادېده) د وسله والو لخوا ووژل شول.[4]
هوایې بریدونو په ټوله کې د یو شمېر کسانو اعدام، د امان الله خان مخالفینو او یو شمېر سیالانوته لا زمینه برابره کړه، چې لمسونې او پارونې زیاتې کړې.
که څه هم امان الله خان چې کوم کسان سیمې ته ولېږل موخه یې داوه چې ور پېښې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
ولې کوم وړاندیزونه چې څرخي غلام صدیق خان له ځانه سره کابل ته راوړل، ډېر دپام وړ ځکه ول چې د شینوارو د پاڅون تر شا د حکومتي چارواکو په ګډون ډېرو کورني او بهرني لاسونو شتون درلود.
د شورشیانو وړاندیزونه پدې ډول وو:
ـ د دوالت په چاروکې باید دیني عالمانو ته غوښنه برخه ورکړل شي.
ـ د محمود طرزي کورنۍ باید له هېواد نه ووځې.
ـ پا چا بابد ملکه ثریا طلاقه کړي.
ـ نوې نظامنامې بايد بېرته لغوه شي.
ـ له برېتانیا پرته ټولې بهرنۍ نمایندګۍ له منځه لاړې شي.
کله چې والې علې احمد خان د پاچا د ریس تنظیمه په توګه له کابل نه د جلال اباد په لور وخوځېد د یو شمېر قومونو او سیمو مشران یې د نقیب صاحب په کورکې جرګه کړل چې په ننګرهار کې سمسمکی راولي
ولې کوم خوځښتونه چې د امان الله په وړاندې په تګاو، نجراو، کاپيسا، پروان او نورو سیمو کې روان ول دولت یې له ستر ګواښ سره مخ کړ. چې په پایله کې د سقاو زوی حبیب الله د یوه اړه دوړ په ترڅ کې واک ته ورسوه.
د امان الله خان کورني او بهرني دښمنان
په پکتیا کې د منګلو او په ننګرهار کې د شینوارو پاڅونو د پاچا کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته ددې وس او وخت په لاس ورکړ چې د امان الله په وړاندې ودرېږي.
یو شمېر ملایان قومې مشران دیني عالمان په تېره حضرتان د امان الله د سمونونو په مخالفت را پورته شول او په تبلیغونو یې لاس پورې کړ.
د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال هم یو شمېر ملایان د پاچا په وړاندې ودرېدل چې ملا عبدالکریم د ساري په توګه یادولی شو، خو د عبدالرحمن له خوا په بېرحمۍ وځپل شول.
ولې امیر بیا هم هغه ملایانو ته ارزښت ورکاوه چې د « ملاخوسه) په مشرۍ به ازموینه کې بري ته رسېدل. یا خو امان الله خان دومره ځواکمن نه وه او یا یې نه غوښتل چې د نیکه په څېر شورشیان و ځپي.
کومه خبره چې پاچا ته ستونزمنه شوه او دی یې له پښو وغورځاوه دده سرداران او درباریان وه چې د شاله خوا یې پرې برید وکړ.
دا ټول ملایان نه ول چې دده په وړاندې ودرېدل بلکې هغه دامان الله خان د لور« هندیه» خبره:
کوم څه چې د ډېرې اندېښنې وړ ول هغه دا: چاچې ویل دوست یم هغوی دوستان نه ول.
محمد ولي خان چې د پاچا له ډېرو نږدې او باوري کسانو څخه وه، ده هم د امان الله په اصلاحاتو سترګې پټولې.
د پاچا په نسکورولو کې جمهوري غوښتونکو، په سرکې محمد ولې، د شوربازار حضرت او نورو سملاسي رول ټاکونکی ثابت شو. غلام صدیق او محمد ولي په پټه د شینوارو او کوهدامن داړه مارانو په لمسولو سره. .. د کابل د نسکورېدو لپاره ډګر هوار کړ. [5]
پدې تړاو یو شمېر نور لاسوندونه هم تر سترګو شویدي، چې ځنې کسان د پاچا په وړاندې ودرېدل چې موږ یې په لنډیز یادونه کوو:
۱ـ د پاچا امان الله د نستوړي ماران له ټولو خطرناک ول او په ځانکړيې ډول هغه غوړه مالان درباریان او سرداران چې په فساد کې ښکېل ول.
۲ـ له برتانوي استازي « مکوناچي» سره د شېر احمد خان لیدنه.
د ساري په توګه (د سپتمبر ۱۷-۱۹۲۴ کال) چې ددولت اسرار یې ورته وویل… کله چې بیا پوه شو پاچا له ماتې سره مخ دی د انګرېزانو استازی مطیع الله حافظ ته یې وویل: دا زما پیغام برتانوي چارواکوته ورسوه:
زه به لمړی سړی یم چې په امیر به ډز کوم.
۳ـ والي علي احمد خان چې د پاچا اوښی کېده او هم یې د ماما زوی. کله چې جلال ابادته وتستول شو، لا یې یاغیان اړو دوړو ته وهڅول. دی پدې اند چې له امان الله نه وروسته به دی پاچا کېږي.
ده ان په ۱۹۲۷ کال دمې په ۱۴ نېته چې د کابل والي وه او پاچا په یوه سفر د هېواد شمال ته تللی وه د انګلیس یوه استازي بسیل ګولډ Basil Gould سره ولیدل او ورته یې وویل:
زه په سرحد کې ډېر پلویان لرم، که چېرې بهرنۍ لاسوهنه نه وي زه پرته له وینو تویدنو بریالی کېږم..
آیا د کودتا په بري سره برتانویان غواړي چې روسان له صحنې نه وباسي؟.[6]
٤- داسې انګېرنې هم شته، چي يوازې دشينوارو ياغيتوب او په کابل کې دځواکونو نه شتون ددې لامل نه وو، چي د سقاو زوې حبيب الله واک ته ورسيد. بلکې دمحمد ولي خان او شوربازار حضرت محمد صادق او د نورو لمسونو، دحکومتي لوړ رتبه چارواکو تېروتنو او هم پخپله د پاچا د سملاسي او بې فکره اعدام کولو حکمونو دسقاو زوي بري کې سملاسي رول ولوبوه. [7]
یو شمېر بهرنیو او کورنیو څېړونکو بیا بیا خپلې څرګندونې غبرګې کړېدي چې برتانوي ښکيلاک دپاچا پر وړاندې له همغه مهاله چې ده خپلواکې وا خسته پدې لټه کې ول چې دی څرنګه له پښو وغورځوي؟ خو کله چې دخوست پاڅون پیل شو. له دې وروسته د انکرېزانو هڅې ګړندی شوې چې څو بېلکې یې داسې دي.
۱ـ ستېوارت ډاګیزه کړېده چې « یو شمېر بهرنیو هېوادونو په ځانکړې ډول برېتانیا او برتانوې هند پدې هڅه کې ول چې یو شمېر استازي دېته وګماري چې د امان الله خان حکومت نسکور کړي».[8]
ستېوارت دا هم ویلې دي چې (۲۶۶مخ) کله لارډ رابرتس په کا بل کې وه له خپلې ځانګړې دندې سربېره یې له یو شمېر مخورو افغانانو سره ليدل او په ډېر درناوی به یې له چارواکو سره د اداري چاروپه تړاو خبرې اترې کولې.
۲ـ ټول ملایان د امان الله خان پرضد نه ول شمس المشایخ د پاچا له ټینګو ملا تړو نه ګڼل کېده، نامتو او مخوره شخصیتونه لکه د ترنګزو حاجي صاحب، ملا عبدالرازق اندړ او نور د بېلګې په تو ګه یادولی شو.
خو دیو شمېر لاسوهنو له مخې په لندن کې نندارتون (exhibition) ته سپارل شوي ول د سردار محمد یغقوب خان دوه زامن (محمد اکرم- محمد اعظم) چې په برتانوي هند کې استو ګڼ ول دېته هڅول شوي ول (۱۹۲۷ز کال) د فبروری میاشت) چې په کندهار کې پا څون وکړي.
دې کې شک نشته چې د سردار ایوب خان زامن لکه دده د ورو محمد یعقوب خان زامنو په څېر (پکتیا کې) انګرېزانو لمسولې وي چې کندهار ته لاړ شي. که څه هم پروفیسر ډاکتر لودویک اډمک. امریکایې (اتريش الاصل) تاریخپوه پخپل کتاب (۱۹۷۳ کې خپور شویدی) کې د برتانوي هند لاس لرل. پاچا امان الله د نسکورولو په تړاو کوم لاسونه ندي په ګوته کړي.
ولې برتانوي استازو پخپله په کابل کې دبرتانوي سفیر هاند او هڅې او داسې نورې نښې نښانې دا په ګوته کوي چې برتانوي هند لاسوهنه په یو ډول نه یو ډول څرګندېږي.
لا پاچا په واک کې وه چې برتانویانو د الوتکو په وسیله د سفارت استازي له کابل نه وویستل.
داچې ادامیک او یا دده په څېر نور څېړونکى د انګرېزانو دلاسوهنې کوم لاسوندونه نه لري. ددې خبرې مانا دا نه ده چې ده د برتانیا ټول پټ اسناد ليدلي وي. ښایې د ارشیفونو له لږونه لږ لاسوندونه هم نه وي لیدل شوي.
۳ـ په کابل کې د برېنانیا د سفیر همفريز مېرمن بیا په خپلو خاطرو کې کښلي دي:
« ما کتاب لوسته چې ناڅاپه د سفارت استازی بي-جي ګاولډ» راغی را نه ویې پوښتل چې وزیر مختار(همفریز) چېرته دی؟ په باغ بالا کې د پام وړ پېښه تر سترګو کېږي.
همفریز په بله خونه کې د فرانسې له استازي سره ناست وه. د خبرې په اورېدو دی هم د باغ بالا ماڼۍ ته متوجه شو.
لیدل مو چې شورشیان پرته له کوم مقاومت نه د ښار په لور را روان دۍ او ډېر ژر د سفارت ماڼۍ ته راورسېدل.
د سقاو زوی حبیب الله خان پخپله په دروازه کې د همفریز سره ولیدل نوموړي ورته وویل:
موږ له تاسو سره کار نلرو. امان الله وژنو ځکه چې کافر شوی دی.
بیا یې خپلو جنګیالیوته وویل د بريتانیا د سفارت خیال ساتئ چې کومه ستونزه ورته پېښه نشي.
همدغه خبره د پوښتنې وړوده. …!؟ هغه مهال چې د سفارت ډاکتر چې د سقاو زوی تداوي کوي دا یو بل لامل ګڼلی شو…!؟
د سټيوارت د سپارښتنې له مخې:
له یوې خوا د بریتانیا د سفارت خوا خوږی اوله بلې خوا د امان الله خان او همفریز اختلاف دا یوه بله مهمه خبره ده چې د برېتانیا دلاسوهنې منطق پیاوړی کوي.[9]
۴ـ یو شمېر قبایلي مشرانو غوښتل چې د امان الله مرستې ته راو دانګي. ولې برېتانوي ځواکونو د هغوی مخه ونیوله چې لودویک ادمک هم د ورته څرګندونو له مخې ډاګیزه کړېده.
د هند له لاري په هغو وسلو بندیز لګېدلی وو چې باید افغانستان ته راوړل شوې وي او دهغو کسانو مخنيوی چې غوښتل یې د برتانوي هند له پولو راواوړي،»[10]
۵ـ د سقاو زوی حبیب الله لاد کلای مراد بيګ د برید په حال کې وه چې همفرېز د بهرنیو هېوادو نو دېپلوماتیک غړي دېته هڅول چې له کابله ووځي.
نو ځکه خو ده د ډسامبر په وروستۍ (۱۹۲۸کال) اونۍ کې د الوتکو په وسیله د برېتانیا د سفارت د ېپلوماتان پېښورته و لېږل.
۶ـ هغه مهال چې امان الله بهرته په سفر تللي وه لارنس په سیمه کې شتون درلود. ولې یو شمېر تاریخپوهان دا نه منې، گنې کوم رول چې لارنس د هغې جګړې په بهیر کې چې عربان یې دعثماني ترکې په وړاندې لمسول په افغانستان کې ادا کړی وي!؟ مير محمد صديق فرهنګ له همدې ډلې څخه دى، چې کاږلي يې دي:
هېڅ لاسوند شتون نلري چې نوموړی د کومي څارګرې ادارې له خوا دېته هڅول شوي وي چې په کوم بهرني هېواد کې لمسونې کړی وي…
موهمه دا چې لارنس ددې استعداد هم نه درلودل او نه پدې تړاو کومې دندې ته ګمارل شویدی.۷[11]
ولې وروستیو ځېړنو ډاکېزه کړېده چې په « عربي لارنس» نامتو، ټي- اي لارنس Colone I. T.E Lawrence د پاچا امان الله د حکومت په نسکورولو کې د برېتانیا د چارواکو په لمسون ځانکړی رول درلود.
London Sunday express د لندن سنډې اېکس پرېس مهالنۍ په ۱۹۲۸ ز کال د سپتمبر په دیارلسمه نېته په خپله ګڼه کې په ډاګه کړېده چې لارنس د یوه پټ څار لپاره د افغانستان پولې ته ګمارل شوي دي.
د برېتانیا د ارشیف په پټو لاسوندونو کې هم د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په تړاو انګېرنې شتون لري. ولې یوه خبره باید هېره نکړو هغه داچې بريتانيا نه غوښتل چې د بلشویکانو له وېرې د افغانستان کړکېچ اوږد شي.
خو د یوې ځانګړې نخشې له مخې یې غوښتل چې امان الله خان نسکور کړي.
«انګلیس د یوې ټاکلې نخشې له مخې د امان الله خان د حکومت نسکورولوته ژمن وه. که دا هر چا په لاس شونې وه.
ولې د انقلاب پایته رسول يې هم غوښتل خو چې ددوی د یوه متحد لخوا یو باثباته مرکزي حکومت ټنګ شئ.
د شورش په سرکې کلنل لارنس دافغنستان په ختیز کې د قومونو په منځ کې پيداشو او باروتو ته یې تيلي وواهه. [12]
د ډیلي نیور لندن» ورځپاڼې د ډسمبر په پنځمې (۱۹۲۸ ز کال) نېتې the London daily news په خپلې دې ګڼه کې کښلي چې لارنس په ډېلي کې د پښتو ژبې د یادولو په در شل کې دی.
رويټرهم په Daily News له خپرونې څلور ورځې وروسته (۹/۱۲/۱۹۲۸) ددې خبرې پخلی کړی چې لارنس د شینوارو په شورش کې لاس درلود.
د همدرد افغان ورځپاڼې هم دېته ګوته نیولې ده چې لارنس د کرم شاه پیر په نوم د حکومت په مخالفینو کې ورګډ شویدي.[13]
کله چې حضرت صاحب نورالمشایخ له افغانستان نه ووت یوڅه موده په پښتونخوا کې استوګن وه وروسته سر هند ته لاړ خوپه دېره اسماغیل خان کې ډېر موریدان وروزل او ټولو خلکو به دی د شېر اغا فضل عمر په نوم یاداوه.
دده او یا دده مریدانو لاسونه هم د شینوارو اړو دوړ ته راوږد شوي او راغورځېدلي ول چې ولس د پاچا په وړاندې ولمسوي.
د مسکوپه ډله ییزو رسانیو کې هم داسې ګونګوسې راپورته شول چې د « ملکې ثریا» لوڅ او بر بنډ انځورونه د شينوارو یاغیانو په منځ کې خورېږي او شورشیان په برتانوي وسلو سمبال دي.»
له دې څزګندونو نه دې پایلې ته رسېږو چې د پاچا امان الله په نسکورولو کې د افغانستان کورني او بهرني دښمنمان ښکېل ول. او ان امان الله خان ته ډېر نږدې دوستان او درباریان هم له پامه نه سو غورځولي.
له بده مرغه پاچا هم د اتاترک هغې سپارښتنې ته ډېره پاملرنه ونه کړه چې ورته ویلي یې وو: که غواړې چې سمونې دې پلې کړې. نوپو ځي ځواک ته ځانګړې پاملرنه وکړه. ده نه یوازې چې پاملرنه ونه کړه بلکې د اوردو شمېر یې لږ کړ او هغو پوځي مشرانو ته يې هم پام ونه کړ چې دده ملاتړې ول، چې موږ مبارک شاه جنرال محمد عمر عثمان (سور)، دادمحمد خان ورکزی او نور.
د پام وړ خبره خو داوه چې امان ا لله خان د مرکزي ځواکونو قوماندان یو ترکې اصله جنرال محمود سامي د نایب سالار په توګه وټاکه. له دې سربېره د محمود طرزۍ، عبد الهادي داوي، میرسید قاسم خان او د دوئ په څېر یو شمېر نور لوړ رتبه چارواکي او دده نږدې خوا خوږي هم له ده نه خوا بدي شول.
[1] :- غبار، میر غلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۸۱۸مخ
[2] :- Robinson, nomad tribes.p.2
[3] :- پوهاند کاکړ د علي احمد خان له قوله، د پاچا امان الله ۹۶ مخ
[4] :- ار. ستیوارت ۴۱۶ مخ
[5] :- محمد حسن پوهاند ډاکتر کاکړ د پاچا امان الله واکمني ته یوه نوې کتنه ۱۳۶ مخ
[6] :- Stewart, rhea tally, firein Afghanistan-1973
[8] :- ستېوارت ۵۸۳ مخ (۵۶) همدغه اثر ۲۶۶مخ
[9] :- ستېورات له ۴۳۷نه تر ۵۰۴ پورې
[10] :- ادمیک لودویک د افغنستان بهرنۍ اړېکې
[11] :- فرهنګ مير محمد صدیق افغانستان در پنج قرن آخر ۵۵۱ مخ
[12] :- فرخ سید مهدي تاریخ سیاسي افغانستان ۴۸۳-۴۸۴مخونه
[13] :- همدرد افغانستان د اپرل ۸ نېته ۱۹۲۸ کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب