یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین: طالبان باید د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو غوښتنې ومني

چین: طالبان باید د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو غوښتنې ومني

تاند(چهارشنبه، د جدې ۲۹مه) چین له طالبانو وغوښتل که غواړي چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي او داسې سیستم رامنځته کړي چې د منلو وي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی ژایو لیجین په پیکینګ کې یوې خبري غونډې ته وویل «موږ له کله چې طالبانو موقت حکومت اعلان کړی دی، یادونه کړې چې هغوی دې په نړیوالو تعاملونو کې ګډون وکړي خو ډېرو کمو هیوادونو له طالبانو سره په حقیقي معنا خبرې کړي دي.»

ده زیاته کړه «موږ باوري یوو چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته د درناوي پر اساس او د ملي واقعیتونو پر اساس د پرمختګ په لور له افغانانو سره مرسته وکړي.»

لیجین د طالبانو د موقت حکومت د رسمیت پېژندلو په خاطر د طالب چارواکو د غوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو او هیلو ته ځواب ووايي.

«موږ هیله لرو چې افغان لوری (طالبان) د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته زیات ځواب ووايي، یو پرانیستی او پراخ سیاسي جوړښت رامنځته کړي، معتدله او نرمه کورنۍ او بهرنۍ پالیسي غوره کړي، له ټولو تروریستي ځواکونو سره په کلکه مبارزه وکړي او له نړیوالو سره دوستانه ژوند خپل کړي.

په همدې حال کې نن د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند یوې غونډې ته وویل چې د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې مخه نیولې او افغانان یې لا ډېر بې‌وزله کړي دي.

ده په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړي چې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندو لپاره لومړی ګام واخلي او ‌باید د یوه لوري تر اغېز لاندې رانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب