یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتر یو ملیون ډېر افغانان بې روزګاره شوي

تر یو ملیون ډېر افغانان بې روزګاره شوي

 تاند(چهارشنبه، د جدې ۲۹مه) د کارګرانو نړیوال سازمان وايي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر یو میلیون زیات افغانان وزکاره شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي.

د ملګروملتونو ILO سازمان ټولو وګړو ته د معیاري او مناسب کار د برابرولو لپاره هڅه کوي. 

د اسوشیتیدپریس خبري آژآنس د راپور له مخې، د ملګروملتو د کارګرانو نړیوال سازمان یا ILO په یو راپور کې ویلي چې بحران د افغانستان اقتصاد سخت ځپلی او د کار مارکېټ یې زیانمن کړی دی.

په دې راپور کې، چې نن خپور شوی، همداراز راغلي چې روان وضعیت په تېره د ښځو او هغو خلکو لپاره سخت دی چې په کروندو، دولتي ادارو او د عامه خدماتو او رغنیزو چارو په برخو کې یې کار کاوه ځکه دې خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ډېرو یې معاشونه هم نه دي اخیستي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د ډیرو شرکتونو کار په ټپه درېدلی ځکه زرګونه افغانان هره ورځ له هېواده وځي.

د ILO د اټکل له مخې ښايي تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د اووه لکو او نهو لکو ترمنځ افغانان دندې له لاسه ورکړي ځکه چې د کار فرصتونه له منځه تللي دي. 

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه یوازې شاوخوا درې نیم لکه امنیتي ځواکونو معاش له لاسه ورکړ، بلکې زرکونو نورو چې په خصوصي موسسو، شرکتونو او ادارو کې کار کاوه، بې روزګاره شوي دي.

پر دې سربېره اکثره شتمن افغانان بهر ته تښتېدلي دي.

د راپورونو له مخې، زرګونو شتمنو افغانانو خپلې شتمنۍ ایران، ترکیې، پاکستان او مالیزیا ته انتقال کړي او هلته یې پرې جایدادونه رانیولي دي. دا په اوږد مهال کې د افغانستان اقتصاد ته یو بل ستر ګوزار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب