یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+کرکټ بورډ د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي استازي ګوماري

کرکټ بورډ د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي استازي ګوماري

د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه (د جدې ۲۹مه) اعلان وکړ چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د ۱۴ ولایتونو استازي له دندو ګوښه کړي دي.

کرکټ بورډ وايي چې د یادو ولایتونو د استازو دندې یې د ازاد رقابت له لارې اعلان ته ورکړې، چې «د بشپړې ازادې، شفافې، اصولي او قانوني پروسې له لارې» به له نورو ځوانانو ازموینې واخیستل شي او په یادو ولایتونو کې به په دندو وګومارل شي.

‎د افغانستان کرکټ بورډ په وینا د ټولو ولایتونو په سترو کرکټ لوبغالو کې به د څارنې په موخه د کامرو لګولو پروسه پیل شي، همداراز له دې وروسته به د ولایتي کارمندانو حاضري هم اخیستل کیږي.

‎د افغانستان کرکټ بورډ مرکز او ولایاتو کې د شکایاتونو او نظریاتو ترلاسه کولو لپاره په یوه فعال سېستم کار پیل کړی او هر څوک به کولی شي چې د کرکټ بورډ اړوند شکایتونه د یوې شمیرې او بریښنا لیک له لارې کرکټ بورډ سره شریک کړي او د حل لپاره به یې په لازم وخت اصولي او قانوني اجرات کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب