یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهايران د کمال خان بند د اوبو ور پريښودو له کبله له...

ايران د کمال خان بند د اوبو ور پريښودو له کبله له ط مننه وکړه

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي له طالبانو څخه ایران ته د کمال خان بند د اوبو پريښودو له کبله مننه وکړه.

نوموړي د ایران له فارس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي: د افغانستان او ایران د ملتونو ترمنځ به انشاالله تعامل او همکاري دوام وکړي، زه د دواړو هېوادونو له چارواکو څخه د دې مهم کار له کبله قدرداني کوم.

ايراني چارواکو ويلي، چې د کمال خان بند د اوبو پريښودو ژمنه ورسره د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، تهران ته د وروستي سفر پر مهال کړې وه.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د طالبانو او ایران دې معاملې ته توند غبرګونونه ښودلي او ويلي، چې طالبان دې په دې اړه ملت ته ځواب ووايي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ايران له پخوا څخه افغانستان سره د اوبو د وېش په سر جنجال لري.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتو سره هم مهاله، له بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني سره د ایراني چارواکو د دښمنۍ او له طالبانو څخه يې د پوځي او مالي ملاتړ يو اصلي دلیل د افغانستان د اوبو مدیریت ته د ښاغلي غني جدي هڅې ګڼل کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب