Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاروپايي ټولنې له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) ‏اروپايي ټولنه اعلان کړی، چې د ښوونې، روغتیا او د معیشیت د خوندیتوب په برخه کې به له افغانستان سره د څه باندې ۲۶۸ میلیونه یورو، چې شاوخوا ۳ سوه میلیونه ډالره کیږي، مرسته کوي.

د دغې ټولنې چارواکو ويلي، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د هغو موسسو له لارې ورکړي چې په دغه هېواد کې فعالیت لري.

طالبانو د دې مرستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا مرسته په داسې مهال اعلانیږي، چې طالب چارواکو نن په لومړي ځل د افغانستان د اقتصاد په اړه یو کنفرانس جوړ کړی و او له نړیوالې ټولنې څخه یې د دوی حکومت سره د مرستو د نه ترسره کولو له امله شکایت وکړ.

د طالبانو د واکمنۍ په درېيمه مياشت نړيوالو اقتصادي بنسټونو وویل، چې د جمهوري نظام له سقوط سره د افغانستان اقتصاد ۳۰ سلنه سقوط شوی او دا لړۍ نوره هم دوام لري.

د يادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د ۲۴ میلیونه وګړو د فقر خبر هم ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...