Homeخبرونهکونړ کې د ط يو قومندان د زوی او ۴ خپلوانو په...

کونړ کې د ط يو قومندان د زوی او ۴ خپلوانو په ګډون يې وژل شوی

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د طالبانو چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د دوی یو سیمه ییز قومندان او د هغه د زوی په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو استخباراتي مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یو وسله وال کس په ډزو د دوی د یو سیمه ییز قومندان او د هغه د زوی په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

 چارواکو د دې پېښې انګېزه شخصي دښمني بللې ده.

چارواکو د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ځینې خلک په ورته پېښو کې وژل شوي طالب چارواکي د خلکو په شخصي ناندريو کې په لاس وهلو تورنوي او وايي، چې په داسې ناندريو کې د دوی ښکېلتیا د ورته پېښو سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...