یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تاریخ، چاپلوسي او چاپلوسان

تاریخ، چاپلوسي او چاپلوسان

عتیق الله خادم

په تاریخ کې د چاپلوسانو ډېرې نادرې کارنامې ثبت دي. یو وخت د “ممالیکو” پۀ وخت کې پۀ مصر کې زلزله راغله، په دې وخت کې لۀ فرصته پۀ استفادې یو چاپلوس شاعر پاچا ته د شعر پۀ ژبه وویل: ” د مصر ځمکه د کومې ورپېښې ستونزې پۀ وجه پۀ زلزله نۀ ده راغلې؛ بلکې ستاسې لۀ عدالته هیجاني شوه، نو نڅا يې وکړه.

” د عباس جلالپوري پۀ مقالو کې راغلي، چې د پارس هخامنشي پاچا “کمبوجیه” یوه ورځ لۀ خپلې درباري “پراکساپسه” وپوښتل چې ولس زما پۀ اړه څۀ نظر لري. هغه ځواب ورکړ، چې ولس ستر ټولواک ډېر ستايي، البته دا هم وايي چې واکمن شراب ډېر څښي. چې ذهني او فزیکي تعادل یې لۀ لاسه ورکړی دی. کمبوجیه د دې پۀ اوریدو ډېر غوسه شو، ويي ویل: ستا زوی مخامخ راته ولاړ دی، زه غشی وار کوم، که پۀ زړه ولگید، بیا خو بۀ مې منئ او که نښه خطا شوه، نو تاسې ريښتیا وایاست او شرابو مې ماغزه پوچ کړي دي. دا یې وویل، غشی یې پۀ کمان کې تاو کړ او نښه یې وویشته. د پراکساپس زوی ځای پر ځای مړ شو. وروسته یې سینه ور څېرې کړه او ولیدل شوه، چې غشی پۀ زړه ننوتلی دی. پراکساپس وویل: واه! ” دومره سوچه نښه ویشتل یوازې د ستر ټولواک لۀ وسه پوره دي.”

تاریخ راته وايي چې که پۀ دربارونو کې چاپلوس او غوړه مال سلاکاران، شاعران او مؤرخان نۀ وای راټول شوي، د مغرور او کبروجنو واکمنو تختونه بۀ همداسې محکم پاتې وای. یعنې د ډېرو واکمنو خونې پر دوی د راټولو شویو چاپلوسانو لخوا ړنگې شوي دي. ځکه خو د فرانسې څوارلسم لويي یو چاپلوس شاعر ته ویلي و: ” زه بۀ دې ډېر وستایم، که ته مې لږ وستايې.” ویل کیږي چې د پاکستان د حکومت بې کفایته مشر ایوب خان ته یې شاوخوا نیږدې کسانو ور یادوله چې فوق العاده انسان دی. حتی د ده د خوشالولو لپاره یې د اخبارونو ځینې مطالب قیچي کول، یعنې هغه څۀ چې د ایوب خان او د ده د حکومت خلاف و، د هغه تر سترگو نۀ ورسیدل او همغه وه چې د ولس لۀ کرکې د ناخبره ایوب خان گدۍ پۀ بله شوه.

د تاریخ پۀ اوږدو کې هېڅ دربار د چاپلوسانو لۀ شتونه نۀ دی پاتې، کم پاچاهان پوهیږي چې د چاپلوسانو جادو څنگه مات کړي، تر څو د دوی د گبین کنډول کې ښخ نشي. چاپلوسي هم پۀ خپل ذات کې یو هنر دی، هغه خلک چې ذاتي وړتیا، استعداد او مقام ته د رسیدو معقولې لارې ونۀ مومي، چاپلوسۍ ته مخه کوي. چاپلوسان هڅه کوي د پاچا پۀ خوی حصلت، ذوق، خوښه پوه شي او پۀ دې هم پوه شي چې د چاپلوسۍ ښۀ وخت کوم دی او کومه خبره باید پۀ کومه موقع وشي. (پۀ دې اړه ډاکټر مبارک علي هم ځینې مقالې لري.)

شهسوار سنگروال « وزیرستان » نومي کتاب کې د ارگ د چاپلوسانو یادونه هم کړې ده. دی لیکي چې دا غوړه مالان دومره مهار و چې پۀ اسانۍ سره یې د هر واکمن زړه گټلی شو. دوی اول لۀ امان الله خان نۀ را وگرځیدل، خو کله چې د حبیب الله کلکاني ځواکونه کابل ته ننوتل همدغو کسانو پرې گلان وشیندل او ورته یې ویل: ” د اسلام خادمانو ستړي مۀ شئ!” مگر کله چې د نادرخان پلویان کابل ښار ته ننوتل بیا همدغو درباریانو پرې گلان وشیندل او ورته یې وویل: “د غرو زلمیانو ستړي مۀ شئ!” وزیري یار محمد خان زیاتوي چې کله ارگ کې د بیعت غونډه ختم شوه، د وزیرو او مسودو فداکار جنگیالي بې نوا راووتل او نادرخان غوړه مالانو محاصره کړ. (هېره دې نۀ وي، چې د ارگ چاپلوسو ډلې د وروستي واکمن تخت هم پۀ بله کړ.)

یو څۀ چې باید هېر نه شي دا دي، چې د تاریخ پۀ اوږدو کې د چاپلوسۍ شکل او ډول هم تغیر کړی دی. یو وخت بۀ چاپلوسانو پاچاهان د خدای استازي گڼل، ډېرو بۀ د پاچا لنگوټه ستایله، ځینو بۀ د پاچا د مېرمنې د زیوراتو ستاینه کوله. مقصد د حکومتدارۍ او حالاتو لۀ بدلون سره د چاپلوسۍ نوعیت او موډل هم تغییر شوی دی. پۀ همدې اساس ډاکټر مبارک علي یو بل ځای لیکي: د ډیلي د پاچا فیروزش تعلق پۀ اړه مشهوره ده چې، یو بې کفایته، ډارن او بې زړه سړی و، تر دې چې یوه ورځ لۀ یو عسکر سره اس نۀ و، چې د معاینې منصبدار ته یې ورښکاره کړي او نۀ ورسره پیسې وې چې پۀ رشوت ترې ځان خلاص کړي، وايي کله چې پاچا خبر شو، عسکر ته یې یوه سکه ورکړه، تر څو خپل منصبدار ته یې ورکړي او کار یې ور وکړي. درباري مؤرخانو دا کار د پاچا عنایت، د مظلومانو سره خواخوږي او د پاچا ځیرک بیني ښيي چې ان د ولس لۀ دومره وړې ستونزې هم خبریږي.

4 COMMENTS

  1. دچاپلوسی خبره هغه ده چه دمشر هربد کار ته دتحسین الفاظ ووایی. داسی کسان هم خودپرسته او خلکدوسته کسان دواړه کیدای سی. مشکل دپاچا او امیر دی چه چاپلوسی ته زمینه برابروی. چیری چه ملی ګټی نوی مطرح، خودپرستی اوج ته رسیدلی وی نو هرومرو به مخلص او موقعپرست دواړه چاپلوسی کوی. خودداره کسان هم چاپلوسان کیږی ځکه بی له هغی خدمت نسی کولی. دا دواړه ډوله کسانو ته دحکومت بدلون اهمیت نلری. کیدای سی خدایپرسته کسان په هرډول حکومت کی مختلف رول ولری چه دهغه تاثیر به لیږ او یا ډیر وی. ددی کمتاثیری مسؤل باید دربار وی نه خدای پرسته کسان.
    هغه کسان چه هدف یی دخلکو خدمت وی او دبدکارو دمخنیوی لپاره څه نسی کولای باید چاپلوس ونه بلل سی، ځکه چی کیدای سی دهغه دزوند دساتلو یوازنی لیاره همدا چاپلوسی وی.
    دتیر حکومت مامورین چه اوس له طالبانو سره یوځای کار کوی باید سم تحلیل سی او باید ټولو ته دیو چاپلوس په سترګه ونه کتل سی. باید وکتل سی چه هغه زاړه مامورین اوس هم دکوچینی ناپلیون په صفت کارکوی او خپله چوکی دخدای ورکړی جایداد څخه شمیری او که نه. چه خیانت نه کوی او دعامه خدمت رسولو لپاره کړندی اقدامات کوی نو باور وکړی چه همدا رښتونی ملی خدمتګاران دی نه چاپلوسان.

  2. ښه لیکنه ده خو چی د ” تاریخ ” تر څنګ ئې د ” اجتماع ” په غېږه کی ( د افرادو تر منځ د اړیکو ) د چاپلوسۍ پر مسئله هم لږ غوندی رُڼا اچولې سوې وای نو ښه به ؤ.
    چاپلوسی معمولاً د اقتصادی – مؤقعیتی لاسته راوړنی په انګېزه تر سره کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب