Homeخبرونهخوست؛ پر اعتراض کوونکو د طالبانو په هوايي ډزو یو تن وژل...

خوست؛ پر اعتراض کوونکو د طالبانو په هوايي ډزو یو تن وژل شوی او بل ټپي دی

تاند (چهارشنبه، د جدې ۲۹مه) په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې یې خپل هغه وسله وال نیولی چې یوه هزاره نجلۍ یې په ډزو وژلې وه، نن په خوست کې د طالبانو په هوایي ډزو یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دا هوایي ډزې طالبانو د خوست ښار په سرګردان چوک کې د ترکاري پلورونکو پر یوه لاریون وکړې. 

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز وايي، وژل شوی او ټپي کس د یو مارکیټ په بام باندې د لاریون نندارې ته ولاړ وو، چې د توپک په ګولیو ولګیدل.  

ده وویل، په پیل کې دواړه کسان ټپیان وو، خو وروسته یو کس د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه. 

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، د پيښې عاملان نیول شوي او د څېړنو په خاطر به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي. 

ترکاري پلورونکو  په دې اعتراض کې چې ښاروالي غواړي د دوی دوکانونه ونړوي او  د ښار په بله سیمه کې ځای ورکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت یوه ویندوی محمدنعیم نن وویل چې هغه وسله وال یې نیولی چې د زینب په نوم یوه نجلۍ یې تېره اوونۍ په دشت برچي کې هغه مهال په ډزو ووژله چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره له یوه واده کور ته ستنېده.

د محمدنعیم په وینا د وژل شوې نجلۍ کورنۍ ته ۶ لکه افغانۍ تاوان ورکړل شوی دی.

طالب امنیت ساتونکو په تېرو کابو ۵ میاشتو کې په ځلونو په ډزو کسان وژلي دي او په ځینو مواردو کې یې خپله سهوه منلې هم ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...