یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند د نړيوالو پراختيايي مرستو غوښتنه وکړه

ملا حسن اخند د نړيوالو پراختيايي مرستو غوښتنه وکړه

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د طالبانو د حکومت ‏رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن په لومړي ځل له ملي ټلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه په یوه خپریدونکې غونډه کې ګډون او خپل له مخکې نه ثبت شوی ويډيويي پيغام واوروه.

ملا حسن اخند د افغانستان د اقتصاد په اړه په ارګ کې د طالبانو جوړ شوي کنفرانس ته وویل: موږ د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوو. افغانستان له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو وروسته هم پراختیايي مرستو ته اړتیا لري.اما موږ باید د پراختیایی مرستو په اړه متفاوت فکر وکړو.

ښاغلي حسن اخند روښانه نه کړه، چې د پراختيايي مرستو په اړه له « متفاوت فکر» څخه یې هدف څه دی؟

ملا محمد حسن اخند دا هم وويل، چې حکومت یې د نړیوال مشروعيت لرلو ټول شرایط پوره کړي او بايد په رسميت وپېژندل شي.

هغه نړيوال په دې اړه وننګول او ویې ویل: هیوادونه باید جرئت وکړي، زموږ حکومت په رسمیت وپیژني او په ټوله کې د افغانانو سره مرستې وکړي.

⁧د طالبانو ‏رییس‌الوزرا د امريکا له نوم اخيستو پرته، پر دغه هېواد له دې کبله نیوکه وکړه، چې ولې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام بانکي زېرمې کنګل کړي او د دوی حکومت ته یې نه ورکوي.

حسن اخند وويل: هغه هېوادونه چې ځانونه دبشر حقونو مدافعین بولي دافغانستان دپیسو په کنګل ساتلو سره یې افغانان له بشري ناورین سره مخ کړی دي.

هغه ادعا وکړه، چې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره بنسټېزې مرستې نه دي شوي، افغانستان سره باید دوامداره بنسټیزې مرستې وشي ترڅو په ځان بسیا شي.

په ننني اقتصادي کنفرانس کې د طالبانو يو شمېر نورو چارواکو هم خبرې وکړې او د خپل حکومت اقتصادي لاسته راوړنې يې ارزښتناکې وګڼلې.

دا په داسې حال کې ده، چې ياد شوی کنفرانس تر ډېره له نړیوالو څخه افغانستان سره د مرستو په غوښتنو متمرکز و.

1 COMMENT

  1. FIND JOBS FOR UNEMPLOYEE.
    BUILD PROJECTS /DO BUSINESS.
    STOP PAKISTANI PRODUCTS.
    USE AFGHAN FRUITS/CHICKEN MEATS/FISHES.
    IF WE USE AFGHAN PRODUCTS MONEY WILL GO TO OUR POCKETS.
    FIND JOBS FOR WOMENS/ LIKE CLOTHES//CARPETS/HANDMADE ITEMS
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب