یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط پر کمال خان بند معامله او د اوبو خوشي کول رد...

ط پر کمال خان بند معامله او د اوبو خوشي کول رد کړل

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ایران ته د نیمروز د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو راپورونه رد کړل.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند مولوي اختر محمد نصرت ويلي، چې د کمال خان بند اوبه ايران ته نه دي ورکړل شوي.

طالب وياند ويلي، چې يادې اوبه ایران ته نه، بلکې د نیمروز کروندو ته ور خوشې شوي دي.

د ایران رسنيو په کابل کې د خپل مرستيال سفير حسن مرتضوي او د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په حواله دغه هېواد ته د کمال خان بند د اوبو د خوشې کیدو خبر ورکړی.

دغو ایراني چارواکو ويلي، چې دا کار تهران ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د سفر پر مهال د نوموړي د ژمنې مطابق ترسره شوی، چې دوی یې منندوی دي.

د اوبو د چارو یو شمېر افغان کارپوهانو هم تاييد کړې، چې طالبانو ایران ته د کمال خان بند اوبه ور پريښي.

کارپوهانو په دې اړه ایران سره د شوې معاملې وضاحت غوښتی او پر طالبانو یې د داسې معاملو له کبله نیوکې کړي.

د ایران د حکومت اړوند تسنیم خبري اژانس بيا د کمال خان بند یوه ویډیو هم خپره کړې، چې طالب چارواکي پکې د کمال خان بند د اوبو پريښودو د نندارې په حال کې ښکاري.

دغه ویډیو پرون ناوخته خپره شوې ده.

ځينو شنونکو تر هر چا مخکې د ايران د استخباراتي سازمان اړوندې رسنۍ ته د یادې ویډیو رسیدل د پوښتنې وړ ګڼي او وايي، چې طالبان بايد ملت ته د داسې معاملو په اړه ځواب ووايي.

ايران له پخوا څخه افغانستان سره د اوبو د وېش په سر جنجال لري.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتو سره هم مهاله، له بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني سره د ایراني چارواکو د دښمنۍ او له طالبانو څخه يې د پوځي او مالي ملاتړ يو اصلي دلیل د افغانستان د اوبو مدیریت ته د ښاغلي غني جدي هڅې ګڼل کېږي.

بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې په یوه وینا کې طالب مشران ننګولي وو، چې ملت ته بايد د افغانستان پر اوبو له ایران سره د خپلو پټو معاملو او پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اړه د خپلې پټې معاملې په تړاو ځواب ووايي.

3 COMMENTS

  1. وروره ته نه یی خبر چی دیوویشتمی پلړۍ جنګونه په اوبو دی دا شل کاله جنګ هم په اوبو و حیف دی د شازاده ښایسته ځوانانو دهغو وینو چی دهمدغو اوبو د راخپلولو لپاره وبهیدی. د کامورا وینی هم د اوبو له امله وی (آب ما ابرو ی ماست )

  2. په ژمي کې د نيمروز خلک اوبو ته څه اړه لري؟ دغه نجس طالب د خلکو په سترګو لاس ورږدي، دواغ خو هم حد لري.

  3. HOW OUR COUNTRY GET PROGRESS.
    ASHRAFGHANI SPENT MILLIONS DOLLARS ON KAMAL KHAN DAME.
    BUT TALIBS GIVE FREE WATER TO IRAN/
    IF YOU TALIBS CAN NOT BUILD ONE DAME ON KUNER RIVER.
    AT LEAST KEEP THAT WATER IN THE DAME WHICH BUILD BY ASHRA GHANI
    PEOPLES MUST COME OUT TO STREETS FOR THIS ACTION OF TALIBS.

    SORRY FOR OUR COUNTRY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب